Homeخبرونهيوناما د بشري حقونو د نقض د وروستیو ادعاوو په اړه پنجشېر...

يوناما د بشري حقونو د نقض د وروستیو ادعاوو په اړه پنجشېر ته پلاوی لیږلی

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ په پنجشېر کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض د تورونو له رامنځته کيدو وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر «یوناما» دغه ولايت ته یو پلاوی لیږلی.

یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ټیمونو یې د پنجشیر لپاره د طالبانو والي سره هم لیدلي دي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

يوناما په دغه لنډه اعلامیه کې زیاتوي:«حساب ورکوونه او د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه د سولې اساسي کیلي ده. یوناما به په دې اړه خپل نظارت روان ساتي.»

څه موده مخکې د طالبانو یوې مخالفې جنګي ډلی (پنجشېر مقاومت ډلې) او يو شمېر ځايي خلکو د يوې ویډیو له خپرولو سره ادعا وکړه د، چې طالبانو یې ۸ اسیر شوي جنګيالي وژلي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي وو چې په دې اړه به «جدي تحقیقات» وکړي او که معلومه شي چې دا ویدیو تازه ده او دا پېښه د پنجشیر په ولایت کې شوې، «هغوی، چې اسیران یې وژلي» حتمآ به نیول کېږي او د «قانون منګولو ته به سپارل» کېږي.

د پنجشېر او ټول هېواد په اړه طالبان ادعا کوي،چې هیڅ مخالفه جنګي ډله ېې فزیکي موجودیت نه لري، خو پنجشېر مقاومت ډله او نورې طالب ضدې جنګي ډلې بيا د طالبانو خلاف وخت په وخت د مرګ ژوبلې او نورو زيان اړولو ادعاوې کوي.

په افغانستان کې د بیان ازادۍ او رسنيو له محدودیت سره د ډېرو پېښو په اړه بې طرفه رسنۍ د دقیقو خبرونو په خپرولو کې ستونزو سره مخامخ دي.

ځینې خبریالان شکایت کوي،چې طالبان او مخالفې جنګي ډلی یې دواړو په دروغجنو تبليغاتو او غلطو معلوماتو د دوی د بې طرفه اطلاع رسولو کار ستونزمن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...