Home+څېړونکو داسې چپنه جوړه کړه چې کمره یې نه ښيي

څېړونکو داسې چپنه جوړه کړه چې کمره یې نه ښيي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۳مه) د بریتانیا د مانچستر پوهنتون څېړونکي د یوې داسي چپنې پر جوړولو کار کوي چې په کمره کې نه لیدل کېږي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ډول جامې به ژر راووځي او څېړونکي وايي چې د دوی نهايي تولید به له ۵ تر ۱۰ کلونو پورې چمتو شي.

د دغه کوټ یا چپنې د جوړولو هدف دا دی چې اغوستونکی یې په کمره کې څرګند نه شي.

د جوړوونکو په وینا دا چپنه به نه یوازې په عادي رڼا کې بلکې د څراغ رنآ ته هم نه ښکاري.

د دې چپنې نمونه، چې له ۴۲ ټوټو جوړه شوې او هره برخه یې ۱۰۰ استره لري، چمتو شوې ده.

څېړونکي وايي چې اوس په دې کار کوي چې د چپنې ټوټې کمې کړي چې لا سپکه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...