یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان پوهنتونونو کې د شاملیدو سراسري کانکور نن پیلیږي

افغان پوهنتونونو کې د شاملیدو سراسري کانکور نن پیلیږي

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې د لوړو زده کړو وزارت وایي ويلي،چې نن په هېواد کې د پوهنتوني زده کړو د پيل سراسري کانکور ازموينه پیلیږي.

د طالبانو د دغه وزارت ویاند احمد تقي وايي، چې دا ازموينه به درې ورځې دوام ولري او ۱۱۵ زره محصلين به یې په پایله کې پوهنتونونو ته جذب شي.

نوموړي په دې اړه د پراخ چمتووالي خبر ورکړی او د ازموينې په شفافيت ېې ټینګار کړی.

د طالب ویاند د معلوماتو له مخې، د کانکور د تېر کال ازموینې په پوهنتونونو کې ۸۶ زره نوي محصلین جذبول، خو سږکال دا کچه ۱۱۵ زره تنو ته لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري په وروستیو کې ښځینه محصلینو سره د ناسم چلند او قيوداتو ادعاوې کیږي.

له څو ورځو راهيسې د مختلفو پوهنتونونو ښځینه محصلینو د نجونو له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د تړلو خلاف مظاهرې وکړې، چې د طالبانو له لوري ورسره د ناسم چلند او ممانعت خبرونه ورکړل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب