یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبلوڅان: پاکستان مو ۲میاشتو کې ۴۰فعالان لادرکه کړي

بلوڅان: پاکستان مو ۲میاشتو کې ۴۰فعالان لادرکه کړي

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ له پاکستان څخه د بېلتون غوښتونکي قوم بلوڅانو یوه مدافع بنسټ”وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز” ويلي،چې پاکستان تېره اوونۍ څلور بلوڅ فعالان او په تيرو دوو مياشتو کې تر 40 زيات بلوڅان لادرکه کړي دي.

د دغه بنسټ مشر نصرالله بلوڅ ویلي،چې دغه فعالان د بلوڅانو د مختلفو مدافع ادرسونو اړوند وو او له بلوچستان او سند ایالتونو څخه نیول شوي او نادرکه شوي دي.

نصرالله بلوڅ تور پورې کوي چې د دې خلکو په لادرکه کولو کې د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارې لاس لري.

د پاکستان چارواکو په دې اړه له ځواب ویلو ډډه کړې، خو مخکې ېې په دې اړه تورونه رد کړي دي.

د پاکستان له څلورو ايالتونو څخه يوازې د پنجاب ایالت خلک تر ډېره د دغه هېواد اصلي واکمنان او د ډېرو امکاناتو او امتیازاتو انحصارونکي ګڼل کېږي.

د نورو درېیو ایالتونو (خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند) یوه لویه برخه خلک د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري دوی یرغمل شوي ګڼي او ادعا لري، چې د پاکستان له جوړیدو څخه تر ننه د دوی زرګونه مخکښان او حق غوښتونکي وژل شوي، بندیان او نادرکه دي.

په وروستيو کې له پاکستان څخه د بلوڅانو د ازادي غوښتنې مبارزه پیاوړې شوې او بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ نیږدې هر څو ورځې وروسته د یو شمېر پاکستاني پوځيانو د وژلو خبر ورکوي.

څه موده مخکې د بلوڅانو یوې ځوانې ښځې،چې د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې او څو ماشومان لرل، د پاکستان د پوځ خلاف ځانمرګي برید ته مجبوره شوې وه.

يو شمير شنونکي د پاکستان خلاف د بلوڅانو نفرت اوج ته رسېدلی ګڼي او وايي،چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوله ییزې مبارزې تر څنګ به د بلوڅانو او ایم کیو ایم غورځنګ وسله واله مبارزه پاکستان د پاشلتيا خطر سره مخ کړي.

1 COMMENT

  1. ښه به وي چې يوه اساسي ټولپوښتنه ترسره شي او په هغي کي د خيبر پښتونخوا او بلوچستان د سيمو خلکو څخه پوښتنه وشي چې دوي د خپل هويت په اړه څه ډول فکر لري، ايا ځان پاکستانیان بولي او که په ریښتیني توګه غواړي د پاکستان څخه جدا شي او يو خپلواک پښتني يا بلوڅي هيواد کې ژوند وکړي.
    زيات وخت چي سړي په ټولنيزو رسنيو کي نلري لولي، داسې نه ښکاري چې د پښتونخوا خلک دي د پاکستان څخه بيزاره واوسی. بلکه په وياړ وايي چې پاکستانيان دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب