یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههند په کابل کې د خپل سفارت فعالول وځنډول

هند په کابل کې د خپل سفارت فعالول وځنډول

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سوبرانیام جی شنکر منلې، چې په کابل کې ېې د خپل سفارت فعالول تر نا معلومې مودې ځنډولي دي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې وويل، چې د افغانستان د وضعيت په اړه د خراب شوي باور جوړیدل وخت ته اړتيا لري.

د ده په وينا، په افغانستان کې د دوی د سفارت فعالول هم په همدې دليل وخت ته اړتيا لري.

هندي وزیر زیاته کړې،چې هېواد ېې په افغانستان کې د شته ستونزو له ختمیدو پرته له افغانستان سره په ډېرو برخو کې همکاري نه شي کولای.

څه موده مخکې کابل ته د هند د یوه دیپلوماتیک پلاوي د سفر خبر ورکړل شوی و.

هندوستان څه موده مخکې لېواله و ،چې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي.

د طالبانو حاکمې ادارې د هندوستان د دې لېوالتيا هرکلی او ډاډ ورکړی و ،چې د هند د سفارت او دیپلوماتانو امنيت ته به خاصه پاملرنه وکړي.

ويل کيږي،چې په کابل کې د روسیې پر سفارت د داعش ډلې ځانمرګي برید ځینې نور هېوادونه هم په افغانستان کې د دیپلوماتیکو فعاليتونو د بیرته پیل له لېوالتيا څخه منصرف کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب