Homeخبرونهملا حنفي: ۵ ميلیونه افغانان په نشو روږدي او اکثره ېې لوستي...

ملا حنفي: ۵ ميلیونه افغانان په نشو روږدي او اکثره ېې لوستي خلک دي

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ ‏په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي وايي چې په هېواد کې یو میلیون ښځې اوماشومان په مخدرو موادو روږدي دي.

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ښوونکي نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې اوسمهال په هېواد کې کابو ۵ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې يو ميليون يې ښځې او ماشومان دي او د روږدو کسانو ډېری برخه لوستي کسان دي.

په دې غونډه کې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب آغا وویل، چې اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۴۷ زره ښوونکي په دندو بوخت دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان پرون اعلان وکړ،چې د افغانستان ښوونيز نظام په نړيواله کچه تر ټولو ډېر سقوط ته نیږدې ښوونيز نظام دی.

 ‏‏‏د‌ ياد شوي سازمان د تېر ميلادي کال په ارزونه کې د افغان ښوونيز نظام دغه خطرناک مقام څلورم و، خو سږکال لومړي مقام ته رسېدلی.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته، څه باندې یو کال کیږي چې نجونو ته له شپږم څخه په پورته ټولګيو کې د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

د‌ طالبانو دغه چلند د ځینو منځلارو طالب مشرانو ترڅنګ د دیني عالمانو، ملي او نړيوالو ادرسونو له سختو اعتراضونو سره مخ شوی.

تېره اونۍ د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د شته خنډونو د ختمولو لپاره زرګونه نجونو مظاهرې وکړې.

د طالبانو چارواکو د خپلې يادې پرېکړې په اړه بېلابېلې څرګندونې کړي، چې خلکو د قناعت وړ نه دي ګڼلي او د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د ژر پرانیستل کیدو غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...