یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ښوونکي ته لیک| عزیزالله انیس

ښوونکي ته لیک| عزیزالله انیس

     ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه، هیلمن یم چې سوکاله او خوشاله به وې. خو څنګه به خوشاله او سوکاله شې؟ زه پوهېږم چې نن ورځ به هم ته ډېر ستړی یې، څو مېلمانه به راغلي وي، د ښوونکي ورځ به له تاسو سره نمانځي، ته به کله یو خوا او کله بل خوا منډې وهې، هڅه به کوې چې زده کوونکي منظم او ارام کېنوې، که نه نو بیا راغلي مېلمانه په تاسو باندې خاندې، خندا خو څه کوې، ښکنځل به کوي. کاش چې نن ورځ خو مو تا ته پوره مینه درکړې وای! د یوې ورځې لپاره خو مو درڅخه ستړیا اخیستې وای!

    ګرانه ښوونکیه! له ما سره پوښتنه دا ده چې که یو موټر د مستري لخوا په سمه توګه ترمیم نشي، نو په موټر کې مشکل له لرې ښکاري او ټول خلک مستري ملامتوي. که یو انجینر یو ساختمان په معیار برابر جوړ نکړي، نو عام خلک ډېر ژر پرې پوهېږي او انجینر ګرم بولي… خو دلته ګڼ اشخاص له کاپي اندازه ذهني رشد څخه بې برخې دي، وطن پلورونکي دي، درواغجن دي، د نورو په کارونو کې کار لرونکي دي، جنګ کوونکي دي، وژونکي دي، اخلاقي او اداري فساد درلودونکي دي… خو هېڅوک نه وایي چې ښوونکی او روزونکی ملامت دی، دا ولې؟

     ګرانه ښوونکیه! کېدی شي چې د عوامو دې ته فکر نه وي، خو که تا پیداګوژي لوستې وي، په انکشافي روانشاسي کې مالومات ولرې، د ماشوم روزنې او ماشوم پېژندنې کورسونه او سیمنارونه دې اخیستي وي او د ماشوم په اړه دې حداقل پنځه کتابونه لوستي وي، نو ته بیا منې چې د دې سلګونه زرو غلو، غاینیونو، جنګیالیو او نورو فتنو لرونکو اشخاصو اساسي عامل کورنۍ او ښوونکی دی.

     ګرانه ښوونکیه! که څه هم له تا سره د اشخاصو په روزنه کې یو بل عامل هم شته، خو ته نشې کولی چې نیمه پړه په کورنۍ ورواچوې، ځکه چې دلته د اکثرو کورنیو رهبري له بې علمه او یا هم داسې اشخاصو سره ده چې د ماشوم روزنې له موډرنې طریقې سره هېڅ بلدتیا نلري، نو دلته ستا مسؤلیت دوه چنده کېږي، ته به هڅه کوې چې کورنۍ له ماشوم سره سمې روزنې ته وهڅوې او یا هم دومره ډېر کار وکړې چې د کورنۍ تشه هم په خپله ډکه کړې.

     ته به هغه وخت په دې مسؤلیت کې بریالی یې چې لومړی ځان جوړ کړې. ځان جوړول به چېرې کوې؟ په کتابونو کې، په سیمنارونو کې، په لیکچرونو کې، په روزنیزو پروګرامونو کې، په انټرنیټي سایټونو کې… چې په پایله کې به یې ته د ماشومانو هراړخېزې وړتیاوې وروزې، نه یوازې دا چې درسپارل شوی مضمون په زده کوونکو حفظ کړې. 

     ګرانه ښوونکیه! زده کوونکو ته درس مه وایه، بلکې په هغوۍ کې د درس لوستلو تنده راپیدا کړه. که زده کوونکي دې د درس لپاره تنده او انګېزه ونلري، نو ستا له تدریسه تنګېږي او ته هم مایوسه کېږې. خو که ته هغوۍ په کتاب او درس لوستلو میین کړې او تنده په کې پیدا کړې، نو بیا به هغوۍ په کور کې، په لار کې، په اتاق کې… درس لولي، په داسې حال کې چې نه به ورسره ته یې او نه هم کوم بل فشار. یوازې تنده او انګېزه به وکولی شي چې په هغوۍ درس زده کړي.

     ګرانه ښوونکیه! زده کوونکو ته دې د وطنپالنې، ادابو، اخلاقو، غبرګونونو او سلوک په اړه نصیحتونه مه کوه. هغه کوچنیان او تنکي ځوانان چې تا ته ناست دي، دوۍ ته د مشرانو، ملاصاحبانو، کورنیو او والدینو لخوا دومره ډېر نصیحتونه شوي، چې نور په کې د نصیحت اورېدلو زغم نشته. له بل لوري روانشناسي راته وايي چې داسې وچ نصیحتونه نه یوازې دا چې مثبت تغیر رواوړنکي نه دي، بلکې کېدی شي چې منفي اغېزې ولري. که غواړې چې د زده کوونکو سلوک او رفتار دې په راتلونکي کې حداقل د یو کامل انسان په څېر وي او د وطنپالنې حس یې غښتلی وي، نو له ځانه یو ښه انسان جوړ کړه او دوۍ په ځان میین کړه، یوازې د دې لپاره چې د یو ښه انسان سلوک او رفتار کاپي کړي، نه د نورو موخو لپاره.

     یوه وروستۍ خبره درته کوم، یو ښه او له خودغرضۍ پاک ښوونکی له زده کوونکو دا هیله نلري چې د ده په څېر فکر او ژوند دې وکړي؛ څه چې د ده خوښېږي، د زده کوونکو دې هم خوښ شي، څه چې د ده نه خوښېږي، د زده کوونکو دې هم خوښ نشي؛ بلکې یو ښه او له خدغرضۍ پاک ښوونکی زده کوونکو ته په خپله د فکر کولو توان وربښي، د هغوۍ ذهنونو ته رشد ورکوي، چې سبا په خپله ښه او بد سره بېل کړای شي.

په درنښت

عزیز انیس

۱۴۰۱/۷/۱۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب