یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل په یوه جومات کې چاودنې ۴ تنه وژلي، ۲۵ ژوبل...

د کابل په یوه جومات کې چاودنې ۴ تنه وژلي، ۲۵ ژوبل کړي

تاند(چهارشنبه، د میزان ‍۱۳مه) د کورنیو چارووزارت وايي، دغه وزارت ته څېرمه په جومات کې د نننۍ چاودنې له کبله ۴ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.

راپورونه وايي چې چاودنه په جومات کې دننه شوې ده.

د کورنیو چارووزارت ویندوی عبدالنافع ټکور رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې جومات د کورنیو چارو وزارت له انګړه دباندې دی او دې جومات ته اکثره عام خلک د لمانځه لپاره ځي خو کله کله د کورنیو چارو وزارت ځینې مامورین هم په دغه جومات کې لمونځ ادا کوي.

د کابل د ایمرجنسي روغتون ډاکتران هم تاییدوي چې ۲۰ ټپیان وروړل شوي دي.

د دغه روغتون پر اساس، دا سږ کال تر دې دمه په کابل کې ۲۳ پېښه ده چې ټپیان یې وروړل کېږي.

دا چاودنه څو ورځې وروسته له دې وشوه چې د کابل په لوېدیځ کې په یوه ښوونیز مرکز کې چاودنې ۵۳ تنه ووژل او څه باندې ۱۰۰ تنه نور یې ژویل کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب