یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار:د يوه مهم داعشي د نیولو او ۶۰نورو د تسليميدو خبر ورکړل...

ننګرهار:د يوه مهم داعشي د نیولو او ۶۰نورو د تسليميدو خبر ورکړل شو

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ ‏په ننګرهار کې د طالبانو د حاکمې ادارې استخباراتو ويلي، چې د داعش ډلې یو مهم غړی یې نیولی.

د‌ طالبانو د خبرپاڼې له مخې، نیول شوی داعشی د دغې ډلې د مالي او جلب و جذب د چارو مسوول و.

 طالبانو د دغه کس نوم عبدالملک معروف ښودلی او ویلي، چې هغه له المان، اوکراین او اسپانیا هېوادونو څخه داعش ته مالي مرستې جذبولې.

طالبانو په یوه بله خپره کړې ویډیو کې ويلي،چې د‌ داعش ډلې ۶۰ جنګيالي ورته تسلیم شوي او د قومي مشرانو په ضمانت یې ډاډ ورکړی،چې نور به وسله وال فعالیتونه نه کوي.

داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو مخکې هم د داعش ډلې د غړو د ورته نیونو او دوی ته ېې د تسلیمیدو خبرونه ورکړي وو، خو له دې سره د طالبانو منتقدین او نړيواله ټولنه طالبان د افغانستان خاوره کې د ترهګرو د فعاليتونو په مهارولو کې پاتې بولي.

طالبانو بیا په دې اړه ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب