Homeخبرونهپېښور ته نیږدې نښته؛۲‌پوځیان او ۷وسله وال وژل شوي

پېښور ته نیږدې نښته؛۲‌پوځیان او ۷وسله وال وژل شوي

تاند:(چار شنبه ،د ميزان ۱۳مه)‏‌ ‏پاکستان د دغه هېواد تر کنټرول لاندې پېښور ته نیږدې د خپلو امنيتي ځواکونو پر یوه کاروان د برید او نښتې خبر ورکړی.

پاکستاني چارواکو ویلي،چې په دې پېښه کې دوه پاکستاني ځواکونه او ۷ وسله وال وژل شوي.

پاکستان په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

چارواکو دا هم ویلي،چې د پښتونخوا د وزیرستان په ټانګ سیمه کې هم پر پاکستاني ځواکونو برید شوی.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان د تحريک طالبان ویاند محمد خراساني ویلي، په دې برید کې دوی څلور پاکستاني پوځيان وژلي دي.

د دغو بریدونو خبرونه په داسې حال کې ورکړل شوي،چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د امریکا متحده ایالاتو په مرموز سفر تللی.

يو شمير شنونکي باور لري،چې پاکستان ورته پېښې خپله د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو او ځان خطر کې ښودلو لپاره کوي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې ملتپال پښتانه باور لري،چې د دوی سیمو کې پاکستاني طالبان د پاکستان پوځ له لوري رامنځته شوي، څو د دوی استخباراتي اجنډاوې مخته يوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...