پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+اروپايي پارلمان د یو شان چارجرونو په اړه پرېکړه وکړه

اروپايي پارلمان د یو شان چارجرونو په اړه پرېکړه وکړه

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو پارلمان نن (سې شنبه) پرېکړه وکړه چې له ۲۰۲۴ څخه باید د موبایل ټېلفونونو او هیډفونونو د چارجر پورټونه یو شان وي.

حاضردمه د ډیرو موبایلونو او نورو الیکترونیکي وسایلو له چارجرونو څخه نه یوازې د نورو کمپنیو په تولیداتو کې کار نه شي اخیستل کېدای، بلکې د یوې کمپنۍ د دوو ماډلونو چارجرونه له یو بل سره توپیر لري.

د اروپايي اتحادیې کمیسیون کابو لس کاله پخوا وړاندیز کړی و چې د ټولو موبایل ټېلفونونو چارجرونه او پورټونه دې یو شان شي. دا وړاندیز وروسته له دې وشو چې د ایفون او اندروید کاروونکو د خپلو موبایلونو او ټبلیټونو د چارجرونو د توپیر په اړه شکایتونه وکړل.

د بي بي سي د نړیوال سرویس له راپور سره سم، د اروپايي پالرمان د پرېکړې پر اساس، د اپل، آیفون او آی پډ په شمول ځیرک ټېلفونونه او ټبلیټونه باید له ۲۰۲۴ څخه (USB-C) چارجرو څخه کار واخلي. خو د لپ ټاپ جوړوونکي تر ۲۰۲۶ پورې وخت لري.

ایفون په یوه لایټیننګ سیم او اندروید الې له یو ایس بي سي څخه په استفادې چارجېږي.

ویل کېږي چې اپل کمپنۍ له دې پرېکړې سره موافق نه دی ځکه چې دا کمپني خپل ایفون تر نورو بره ګڼي.

ډیر خلک وايي چې د هر موبایل لپاره جلا چارجر داسې اضافي لګښت دی چې چاپیریال زیانمنوي. له همدې کبله هم د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو قانون جوړوونکي نیت لري چې تر ۲۰۲۵ پورې د الیکترونیکي وسایلو جوړوونکې کمپنۍ اړ باسي چې یو شان چارجرونه جوړ کړي.

د اروپايي اتحادیې د پارلمان د پرېکړې په صورت کې به د لاندې الیکترونیکي وسایلو جوړوونکي مکلف وي چې د اروپا لپاره چارجرونه او د یو ایس بي پورټونه یو شان جوړ کړي:

ځیرک ټېلفنونونه

ټبلیټونه

کمرې

هیډفونونه

وړل کېدونکي سپېکرونه

پلې سټېشنونه او ګېمونه

ټاکل شوئ وه چې داروپايی اتحادیې پارلمان د جوزا ۱۷ مه دا پرېکړه کړې وای خو هغه مهال د پارلمان غړي موافقې ته ونه رسیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب