جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهملا برادر د ځنګلونو د پخوانيو لرګیو د بازار ته وړاندې کیدو...

ملا برادر د ځنګلونو د پخوانيو لرګیو د بازار ته وړاندې کیدو پریکړه وکړه

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۱۲مه)‏‌ د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ځانګړې

 غونډه کې د را روان ژمي پر مهال د سون توکو د بیو پر کنټرول بحث او د ځنګلونو د پخوانيو وهل شویو لرګیو د بازار ته وړاندې کیدو پریکړه شوې ده.

د ملا برادر د دفتر په اعلامیه کې راغلي:«په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د هېوادوالو د ژمنیو ستونزو د حل په موخه به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ځنګلونو کې هغو د سون لرګیو ته چې کلونه مخکې وهل شوي، بازار ته د داخلېدو اجازه ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده،چې یو شمېر خلک په دې پلمه د نورو ځنګلونو د وهلو او چارتراشو د قاچاق انديښنه لري.

د افغانستان ځنګلونه قيمتي چارتراش لري،چې د سیمې په کچه کم ساري ګڼل کېږي او د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال په پراخه کچه ېې سوداګري وشوه.

د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه ويل شوي ،چې کرنې وزارت ته د ځنګلونو د تازه وهلو د مخنيوي دنده سپارل شوې ده.

 د ملا برادر دفتر وايي، چې په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، چې په ژمي کې ډبرو سکرو د نرخونو د کنټرول په موخه طرحه جوړه او راتلونکي مجلس ته یې وړاندې کړي.

د‌ سرچېنې د‌ معلوماتو په اساس، په را روان ژمي کې د مایع ګاز د بیو د کنټرول او احتیاطي ذخیرو درلودو په موخه مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، چې په دغه برخه کې د خصوصي سکټور په ملتیا د ګاز او نفتو دولتي شرکت سره په ګډه چمتووالی ونیسي.

د طالبانو د حاکمې ادارې د چارواکو دا غونډه په داسې حال کې ده،چې ملګرو ملتونو په را روان ژمي کې د افغانانو د لا زياتې لوږې او اقتصادي ناورين خبرداری ورکړی او په افغانستان کې يې د پراخو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب