Homeخبرونهد کندهار ښوونځيو ته سږ کال يو نیم میلیون کتابونه ویشل شوي

د کندهار ښوونځيو ته سږ کال يو نیم میلیون کتابونه ویشل شوي

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ ‏په کندهار کې د طالبانو د ادارې د معارف چارواکو ويلي،چې سږ کال ېې څه کم یو نیم میلیون کتابونه پر زده کوونکو ویشلي.

د کندهار د معارف یوه مقام مفتي قدرت الله وصال وويل، چې دغه کتابونه د ښار د ۷۰ ښوونځیو په ګډون په ټولو ولسوالیو کې وېشل شوي.

‏د هغه په وینا “دغه شمیر کتابونه په تیرو کلونو کي کندهار ولایت ته نه ول رالیږل سوی، خو د طالبانو له واکمنيدو سره د د لومړي ځل لپاره یاد ولایت ته ولېږدول شول”

د طالب چارواکو په خبره، په کندهار کې د هلکانو ټول تړل شوي ښوونځي ېې هم بیرته پرانيستي.

د کندهار په ګډون د يو شمېر پښتنو ولايتونو لسګونه ښوونځي د شل کلن جمهوري نظام پر مهال د طالبانو د ګواښونو له امله تړل شوي او سوزول شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...