Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ټاپي پروژې د پیل په اړه به ترکمنستان کې ژر د...

د ټاپي پروژې د پیل په اړه به ترکمنستان کې ژر د اړوندو هېوادونو غونډه جوړه شي

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د ټاپي ګاز نل‌لیکې شرکت له اجرایوي رئیس محمد مراد امانوف او د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر سره وکتل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او د یادې پروژې د عملي چارو بهیر پر پیل هر اړخیزې خبرې کړې دي.

په لیدنه کې ملا برادر د افغانستان اوسنی وضعیت یو ښه فرصت بللی او زیاته کړه یې ده، چې د دوی اداره د ټاپي پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

 د ټاپي ګاز نل‌لیکې شرکت اجرایوي رئیس ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دولتونو په کچه د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې غونډه په عشق‌آباد کې جوړه شي.

د یادونې وړ ده چې د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژه ۱۸۰۰کیلومتره واټن لري چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...