Homeخبرونهوزيرستان او کوهاټ کې ۳پاکستاني پوځيان وژل شوي

وزيرستان او کوهاټ کې ۳پاکستاني پوځيان وژل شوي

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ د پاکستان پوځ تایید کړه،چې د پښتونخوا په وزيرستان او کوهاټ سیمو کې ېې د دوو پېښو پر مهال درې پوځیان وژل شوي.

د پوځ اعلامیه وايي،چې دوه سرتېري په وزيرستان کې د دوی پر موټر د ماين چاودنې او یو پوځي افسر د کوهاټ په ګومبت سیمه کې د وسله والو کسانو د برید پر مهال وژل شوي.

د يادو پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ډېر کله ېې د پاکستان تحریک طالبان ډله پر غاړه اخلي.

پاکستان پر افغانستان د طالبانو حاکمه اداره تورنوي،چې پاکستاني طالبانو ته ېې پټنځايونه ورکړي، خو د طالبانو اداره دا تورونه ناسم ګڼي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...