پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهحاجي بشر د زرګونه ط-انو د موټرو په بدرګه خپل کلي ته...

حاجي بشر د زرګونه ط-انو د موټرو په بدرګه خپل کلي ته تللی

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ د امریکا له زندانه د نيشه يي توکيو خوشې شوی تورن قاچاقبر حاجي بشر نورزی پرون د زرګونه طالبانو د موټريز کاروان په بدرګه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې خپل کلي ته تللی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په خپرو کړو عکسونو او ویډیوګانو کې لیدل کیږي،چې د طالب مشرانو په ګډون او جنګياليو په بدرګه زرګونه تنه د نوموړي هرکلی کوي.

حاجي بشر نورزی په ځینو راپورونو کې له څو لسيزو راهیسې د امریکا د استخباراتو مهم جاسوس ګڼل شوی.

سرچینې وايي،چې هغه له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتو وروسته امریکایانو ته په افغانستان کې پاتې شوې روسي سټینګرې پیرلې.

طالبان بشر نورزی د دې ډلې د بنسټګر ملاعمر تر ټولو نیږدې مالي ملاتړی بولي او وايي، چې دی د طالبانو ډله د هغه په مالي مرسته رامنځته شوې ده.

طالبانو او امريکايي چارواکو وويل،چې بشر نورزی په امريکا کې له ۱۷ کلن بند وروسته په افغانستان کې د طالبانو له لوري له یوه یرغمل شوي امریکايي انجینر سره تبادله شوی.

نورزي او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د هغه خوشې کیدو په مناسبت ېې د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې يوې پراخې غونډې ته وویل،چې د نورزي له خلاصون سره به د طالبانو او امریکا د اړیکو نوی فصل پرانيستل شي.

ځینې شنونکي باور لري،چې نورزی به ژر د طالبانو په یوه تر ټولو مهم مقام بدل او د لوی کندهار او لویې پکتیا د طالبانو په ناندريو کې د لوی کندهار د ډلې تله درنه کړي.

د سياسي چارو يو شمېر شنونکي دا هم وايي،چې نورزی به په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه په استفادې په دغه هېواد کې د نيشه يي توکيو کاروبار هم پراخ او په عوايدو ېې د طالبانو اقتصادي ستونزې کمې کړي.

طالبانو د نورزي د راتلونکي نقش په اړه څه نه دي ويلي،خو د هغه په اړه ېې د نيشه توکیو ډ کاروبار تورونه رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب