جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافراسياب خټک: پاکستان د ترهګرو جوړونکی، روزونکی او صادرونکی دی

افراسياب خټک: پاکستان د ترهګرو جوړونکی، روزونکی او صادرونکی دی

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی سناتور افراسياب خټک وايي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د پاکستاني صدراعظم شهباز شريف اندیښنې د منلو وړ نه دي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«ملل متحد ته د صدراعظم شهبازشریف په وینا کې د طالبانو د لاس لاندې افغانستان کې د ترهګرو موجودیت په اړه د هغه تشویش څنګه جدی ومنلې شي چې د هغه هیواد د طالبانو جوړونکی ،روزونکی او صادرونکی دی او څو ورځې وړاندې یې د ټي ټي پي سوونه جنګیالیو ته د پښتونخوا د ځینې سیمو داشغال اجازه ورکړه.»

ښاغلی خټک وايي شهباز دغه تشویش د پاکستان په پارلمان کې ولې نه څرګندوي؟

د هغه په وينا،په پاکستان کې ملکي خلک د پاکستان د افغان پالیسۍ په باب د نظر څرګندولواجازه نه لري.

 خټک باور لري،چې د ۱۹۸۰کلونو د افغان جهاد په ادامه د افغانستان د ستراتيژيکې جغرافیه نه په مرکزی آسیا د غلبې په نوي تنازعه کې استفاده کيدونکې ده.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف اوړمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسامبلې کې تور پورې کړ،چې طالبانو په افغانستان کې ګڼو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده.

د شهباز شريف دغو څرګندونو د طالبانو د ادارې په ګډون د افغانانو غوسه پارولې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه په يوه اعلاميه کې ويلي:« د کلونو کلونو پېښو دا ثابته کړې چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی، یعنې ‎افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په ‎پاکستان کې دي او د ‎پاکستان د حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د ‎افغانستان په خلاف استعمالیږي.»

د حامد کرزي په ټویټر پاڼه کې راغلي:«پخوانی جمهور رئیس د ‎پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له نا سمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.»

 د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د پاکستان او شهباز شريف له نوم اخیستو پرته په محتاطانه ډول د نوموړي څرګندونې رد کړې وې.

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې او تر ټولو ډېر ملاتړي هېواد پاکستان تر منځ ناندريو ته ېې«د ترهګرو د ملاتړي او ترهګرې ډلې»د ناندرۍ نوم ورکړی.

د صالح په وینا، داسې ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له لوري له حده زیاتو ترهګرو ته په پناه ورکولو خوشاله نه دی.

2 COMMENTS

  1. په ۱۹۸۰کی پاکستان د شوروی اتحاد د محاصرې په اړه د غربی ستراتیژئ برخه وو چې چین هم ورسره ملګرې وو،خو په نوی ساړه جګړه کې پاکستان د دې وس نه لری ،هغه باید د زبرځواکونو سره اړیکو کې دقیق توازن ولری ،خو ددې کار د پاره پاکستان باید خپله یومتوازن او سیمه ایز جوړښت لرونکې هیواد ووسی
    خو په ۲۰۱۴ کې کیدونکی کودتا پاکستان نور انحطاط ته کش کړو ، د دموکراتیکې انرژئ او اقتصادپوهنې د کمبود له امله پاکستان داخل کې په کودتاچیانو او خارج کې په غربی مالی موسسو متکی پاته شو، پاکستان دپردیو جنګونو سنګر جوړیدو نه ځان نشی ژغورلې ترڅوخپلو سیاستونو کې اساسی تغیر نه راولی

    د خټګ صیب خبری ډیر ارزښتناکی دی مګر موږ د بهرنیو چارو وزیر، ریس الوزرا او امیر المومنین لرو او همدارنګه د کورنیو چارو وزیر هم لرو لازمه وو چی افغانستان په اړه دده د خبرو په غبرګون څه نا څه ویلی و مګر ولس دا ډول تمه تری نه درلوده، ولس نغواړی چی پنجابی د خپلی بام واوری په موږ را تویی کړی ځکه ټول نړی په سر کی امریکا او نورو غربی او شرقی هیوادونه پدی پوه دی چی پاکستان هر څه پخپله کوی مګر زما په نظر روسیی ته پکار ده چی چین ته ووایی چی له پاکستان لاره جدا کړه او هند سره نظامی مرسته وکړی کچیری دا کار ونکړی، نو لیری به نه وی چی همدا داعش او جیش محمد او لښکر طیبه ډلی تر روسیی او هندوستان ورسیږی نو دواړو هیوادونو ته پکار ده چی په نړیوالو غونډو کی تیر ۵۰ کالو ته په کتو نړی ته دا هر څه په اسنادو او ثبوت څرګنده کړی ځکه جیش محمد ډلی مشر په پاکستان کی بندی وو او پاکستانی ده او آسامه بن لادن په پاکستان کی ووژل شو نو څنګه افغانستان د ترهګرو په مرکز بدلیدای شی نو اوس دوی غواړی بیا په موږ بله پروژه پلی او له نړی ډالر واخلی او روسیی او ایران او نور ګاونډی هیوادونه په طالبانو باندی وډار کړی باید طالبان پوه شی چی پاکستان را ته بله ډرامه او سناریو جوړه کړی باید نړی ته د پاکستان اصلی څیره بدله کړی په اوس وخت کی ملاضعیف او شیر محمد عباس رسانیو کی نه راځی او امیر المومنین هم د پاکستان په اړه څه نه وایی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب