Homeخبرونهصالح: پاکستان د ط-انو له پروژې ډېر خوشاله نه دی

صالح: پاکستان د ط-انو له پروژې ډېر خوشاله نه دی

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې او تر ټولو ډېر ملاتړي هېواد پاکستان تر منځ ناندريو ته ېې«د ترهګرو د ملاتړي او ترهګرې ډلې»د ناندرۍ نوم ورکړی.

د صالح په وینا، داسې ښکاري چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له لوري له حده زیاتو ترهګرو ته په پناه ورکولو خوشاله نه دی.

د صالح په باور، پاکستان د افغانستان له اوسني وضعيت يا د طالبانو له پروژې د توقع مطابق ګټه نه ده تر لاسه کړې.

د نوموړي په خبره، ښایي د طالبانو ځينو ډلو ډېره وده کړې او له پاکستان وراخوا نورې پراخې اړيکې هم رامنځته کړې وي.

له دې سره صالح زياتوي،چې پاکستان د نړيوالو په تېر ويستلو او ورڅخه په مرستو تر لاسه کولو کې اوږده سابقه لري او ښايي وروستۍ هڅې ېې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو له خړ لیست څخه د خپل نوم د ويستلو او مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره کومه ډرامه وي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف اوړمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسامبلې کې تور پورې کړ،چې طالبانو په افغانستان کې ګڼو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده.

د شهباز شريف دغو څرګندونو د طالبانو د ادارې په ګډون د افغانانو غوسه پارولې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه په يوه اعلاميه کې ويلي:« د کلونو کلونو پېښو دا ثابته کړې چې د مسئلې حقیقت کاملاً برعکس دی، یعنې ‎افغانستان د تروریزم قرباني دی او د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په ‎پاکستان کې دي او د ‎پاکستان د حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د ‎افغانستان په خلاف استعمالیږي.»

د حامد کرزي په ټویټر پاڼه کې راغلي:«پخوانی جمهور رئیس د ‎پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له نا سمو تبلیغاتو لاس واخلي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.»

 د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د پاکستان او شهباز شريف له نوم اخیستو پرته په محتاطانه ډول د نوموړي څرګندونې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...