یکشنبه, نوومبر 10, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه په دې سازمان کې د افغانستان د څوکۍ برخليک ټاکي

ملګري ملتونه په دې سازمان کې د افغانستان د څوکۍ برخليک ټاکي

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ د‌ ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له غونډې سره هم مهاله، د دغه نړيوال سازمان د سرمنشي وياند ويلي، چې د سازمان غړي هېوادونه به د افغانستان د څوکۍ د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

دغه څوکۍ د جمهوري نظام له سقوط وروسته لا هم، د پرزول شوي نظام له نمایندګۍ سره ده.

د‌ طالبانو ادارې اوړمه ورځ هم د يادې څوکۍ د ورسپارلو غوښتنه وکړه.

مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست نصير احمد فایق هم په عمومي اسمبلې کې د افغانستان د څوکۍ د برخلیک په اړه د پریکړې د ترسره کیدو خبر ورکړی و.

نوموړي انديښنه ښودلې وه،چې دا څوکۍ په ډېر ګومان يا تشه پریښودل کیږي او یا به طالبانو ته ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده،چې په عمومي اسامبله کې د فایق د پلان شوې وینا د لغوه کیدو خبر ورکړل شوی.

څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف په ياده اسامبله کې افغانستان د ترهګرو مرکز وباله،چې توند غبرګونونه ېې را وپارول.

2 COMMENTS

  1. (څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف په ياده اسامبله کې افغانستان د ترهګرو مرکز وباله،چې توند غبرګونونه ېې را وپارول.):

    د پاکستان صدر اعظم دروغ وايي، دوی لاس په لاس غربیانو سره تغصب او ترړر یې د لاندې سند پر بڼسټ مینځ ته راوستل او افغاتستان يې د تعصب او ترور قرباني کړل، نور شاهدان او اسناد راسره شته!
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749
    دا ټوله نړۍ پر دروغو ولاړه ده! حقیقت څوک نه غواړي، او خلک هم دې سرحد ته رسېدلي دي چه په دروغو باور کوي او څوک که رښتیا ووايي، ویل کېږي چه دی لېونی شوی دی، پرته له خندا بل نه ده پاتې!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب