Homeخبرونهد عبدالباقي حقاني تقدیریدو توند غبرګونونه پارولي

د عبدالباقي حقاني تقدیریدو توند غبرګونونه پارولي

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د طالبانو د ادارې د لوړو زده کړو د وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په تقدیریدو توند غبرګونونه ښودلي.

 حقاني پرون په ارګ کې د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند له لوري د حکومت حساب ورکولو په پروګرام کې د دولتي ادارو او رسنیو د تقدیر په مراسمو کې په يوه ستاینلیک وستايل شو.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په پروني پروګرام کې د هغه دولتي ادارو او رسنیو ستاینه شوې چې د حکومت حساب ورکولو په پروګرام کې یې ولس ته قناعت وړ راپور وړاندې کړی و.

یو شمېر خلکو عبدالباقي حقاني د طالبانو د ادارې هغه وزیر بللی، چې افغان کادرونو، تحصیلي بنسټونو او ټول ملت ته ېې له سپکاوي ډکې څرګندونې کړي.

د خلکو په باور، د حقاني ستایونکي څرګندوي،چې دوی له هغه سره هم نظره دي.

خلکو له مخکې نه د نوموړي د ګوښه کیدو غوښتنې کړې وې.

عبدالباقي حقاني څو ځله په خپلو څرګندونو کې د تېر شل کلن جمهوري نظام پر مهال تحصيل کړي خلک هېواد ته بې ګټې ګڼلي او ورته نورې ويناوې ېې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...