Homeخبرونهتاجيکستان:ترهګر پياوړي شوي او افغانستان وضعیت د ط-انو له کنتروله وتی

تاجيکستان:ترهګر پياوړي شوي او افغانستان وضعیت د ط-انو له کنتروله وتی

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ ‏د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزير سراج‌الدین مهرالد‌ین وايي،چې طالبانو د افغانستان پر وضعیت خپل کنټرول د لاسه ورکړی.

نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړ،چې افغانستان د ترهګرو ډلو په ځالې بدلېدونکی دی.

هغه په داسې حال کې چې افغانستان ته د سیمې د هېوادونو د ترهګرو ډلو د لېږد ادعا وکړه، ټینګار یې وکړ چې هېواد ېې د افغانستان د ۴۰ميلیوني نفوس په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کېدای.

د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د‌ طالبانو پر حاکمې ادارې نیوکه وکړه،چې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره یې د افغانانو او نړيوالو غوښتنو

ته پاملرنه نه ده کړې.

طالبانو په مشخص ډول د تاجیکستان د بهرنيو چارو د وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې په عمومي ډول ورته ادعاوې رد کړې وې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...