جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبېلا بېلې پېښې،۶تنوته مرګ ژوبله اوښتې

بېلا بېلې پېښې،۶تنوته مرګ ژوبله اوښتې

تاند:( یکشنبه ،د ميزان درېيمه)‏ ‏د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر پېښو له امله د ۶تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.

د بدخشان له مرکز فیض آباد ښار څخه راپورونه وايي،چې د یکشنبې ورځې په مازیګر د زاړه ښار د ښاروالۍ ودانۍ ته نږدې چاودنه شوې.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي ددې خبر په تاییدولو سره په دې پېښه کې د یوه کس د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

ویل کېږي چې دا پېښه د سړک غاړې مین د چاودنې له امله شوې او قربانیان یې ملکي وګړي دي.

بل لور ته، وسله والو غلو د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې يو موټر چلوونکی وژلی او موټر ېې ترې بیولی.

د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې بيا د نصرت الله په نوم يوه کس ځانوژنه کړې ده.

د طالبانو له واکمنيدو سره د دوی د جګړې ختمیدو له کبله تلفات خورا کم شوي، خو فقر او بې کارۍ له لویو ستونزو دي چې شکایت ورڅخه کیږي.

شنونکي د ځان وژنو او جنايي پېښو اصلي لاملونه هم پراخيدونکی اقتصادي او بشري ناورين بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب