Homeخبرونهد ط-انو ادارې ۱۲نوې ګمارنې وکړې

د ط-انو ادارې ۱۲نوې ګمارنې وکړې

تاند:( يکشنبه ،د ميزان ۳مه)‏ په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،چې د دوی لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په دې ډول ځینې نوې ګمارنې کړي دي:

۱ـ مخدوم مولوي عبدالحق د داخله وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معین په توګه.

۲ـ د پکتیا فعلي مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن منصور د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني مراکزو د انسجام د معین په توګه.

‏۳ـ د غزني مخکنی امنیه قومندان مولوي باز محمد د زراعت وزارت د طبیعي منابعو او اوبو لګولو د تنظیم د معین په توګه.

۴ـ د پکتیا زون د نظامي محکمې مخکنی قاضي مولوي عزیزالله برهاني د یادي محکمې د رئیس په توګه.

۵ـ د لوګر مخکنی مرستیال والي مولوي انعام الله د پکتیا د مرستیال په توګه.

‏۶ـ مولوي محمد ظفر غازي د پکتیا زون دنظامي محکمې داجرائیه قومندان په توګه.

۷ـ مولوي محمد ابراهیم دننګرهار زون دنظامي محکمې د اجرائیه قومندان په توګه.

۸ـ قاري شفیع الله دبلخ زون دنظامي محکمې داجرائیه قومندان په توګه.

۹ـ مولوي حسن شاه اغا د کندهار د پوهني ریاست د مرستیال په توګه.

‏۱۰ـ د کندهار د پوهني ریاست مخکنی مرستیال مولوي قدرت الله وصال د کندهار ښاروالۍ د مرستیال په توګه.

۱۱ـ مولوي اکرم شاه اغا د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه.

۱۲ـ د هلمند ولایت د پوهني ریاست د تعلیمات اسلامي مخکنی مرستیال مولوي ګل صاحب د نیمروز ولایت د پوهني ریاست د رئیس په توګه.

د طالبانو له واکمنيدو سره نیږدې ټول ګمارل شوي کسان ملایان او د طالبانو جنګي څېرې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...