Homeخبرونهجرمني کې د کونړ سیند کلنۍ مشاعره وشوه

جرمني کې د کونړ سیند کلنۍ مشاعره وشوه

تاند:( دوشنبه ،د ميزان ۴مه)‏ د جرمني په کولن کې د کونړ کولتوري ټولنې له خوا د کونړ سيند کلنۍمشاعره وشوه.

په دې مشاعره کې د کابل پوهنتون پخواني استاد وفاالرحمن وفا د کونړ سيند د اوبو مديريت،ډاکټر احسان الله درمل د اساسي توکیو او عارفه بشير عمر لور د نجونو د زده کړو او اړتيا پر ارزښت خبرې وکړې.

وروسته ازاده مشاعره وشوه،چې د تازه جلا وطن شویو افغان شاعرانو په ګډون پکې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه واورول.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره ازاد فرهنګي فعاليتونه او غونډې هم خورا کمرنګه شوي، خو په بهرنيو هېوادونو کې د ډېرو افغان فرهنګیانو له کډوالیدو سره فرهنګي پروګرامونه په منظمیدو ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...