Homeخبرونهازبکستان: نړيوال دې تر هر څه ډېر د افغان اقتصاد ژغورلو ته...

ازبکستان: نړيوال دې تر هر څه ډېر د افغان اقتصاد ژغورلو ته لومړيتوب ورکړي

تاند:( دوشنبه ،د ميزان ۴مه)‏ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف وايي،چې نړيواله ټولنه دې تر هر څه د افغانستان د اقتصاد ژغورلو ته لومړيتوب ورکړي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی،چې په افغانستان کې دې د اقتصادي حالت د ژغورلو لپاره پر زيربنايي پروژو تمرکز وشي.

 د‌ده په وینا، د افغانستان د انزوا دوام به د سیمې او نړۍ د هېوادونو ته ښې پايلې ونه لري.

طالب چارواکي هم ورته څرګندونې کوي، خو د شنونکو په وينا خپله د سخت دریځو کړنو په وسيله دوی سره د نړیوال تعامل پر وړاندې خنډونه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...