Homeخبرونههند کې افغان سفير: شهباز شريف دې د انديښنو پر ځای د...

هند کې افغان سفير: شهباز شريف دې د انديښنو پر ځای د تروریزم دولتي ملاتړ ودروي

تاند:( دوشنبه ،د ميزان ۴مه)‏ په هندوستان کې د افغانستان د پرزول شوي نظام سفير ډاکټر فرید ماموندزی،چې لا هم د سفیر په توګه پر دندې دی، د افغانستان په اړه د پاکستاني صدراعظم شهباز شريف وروستيو تورونو ته غبرګون ښودلی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسامبلې کې تور پورې کړ،چې طالبانو په افغانستان کې ګڼو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده.

په هندوستان کې د افغانستان سفير نوموړي ته په خطاب کې ویلي،چې د نړۍ د ټولو تروريستي پېښو تر شل سلنې پورې قربانيان افغانان دي.

هغه له تروریزم څخه د دولتي ملاتړ له اصطلاح سره د ترهګرو ډلو د تولید، تمويل او استعمال په اړه د پاکستان نقش ته اشاره کړې ده.

پاکستان بیا-بيا تورن شوی،چې پوځ او استخباراتو ېې ګڼې ترهګرې ډلې جوړې کړي او د خپلو ستراتیژیکو هدفونو لپاره کارولي.

په دې اړه تورونه تر نړیوالې کچې مطرح شوي او پاکستان د دولت په کچه د ترهګرو ملاتړی هېواد ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...