جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهنړیوال سور صلیب:د ژمي راتګ سره ۲۴میلیونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتيا...

نړیوال سور صلیب:د ژمي راتګ سره ۲۴میلیونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتيا لري

تاند:( دوشنبه ،د ميزان ۴مه)‏ د سره صليب نړيوال سازمان په افغانستان کې له څه ۲۴ميلیونه خلکو سره د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي،چې دغې مرستې ته خلک د ژمي له رارسيدو سره شدیده اړتیا لري.

سره صليب ټينګار کړی،چې د وضعیت خرابوالي ته په کتو سره، مرستندويه سازمانونه بايد افغانستان کې د فعاليت ژر تر ژره لاره پیدا کړي.

څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم په افغانستان کې له ۲۴میلیونه خلکو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه.

يادې ادارې ويلي وو،چې وروستيو طبيعي پېښو، قحطۍ افغانان سخت ځپلي او د ژمي له رسېدو سره به ېې ژوند سختو مشکلاتو سره مخامخ شي.

د نړيوالو ادارو د ارقامو له مخې، د افغانستان نیږدې ۹۰سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...