سه شنبه, جولای 9, 2024
Home+د څیړنېزو رپورټونو د کمښت لامل

د څیړنېزو رپورټونو د کمښت لامل

عبدالرحمن درمان

که نن ورځ کوم هیواد پرمختګ کړي نو ستر لامل یی رسنۍ دي، یعنې رسنۍ توانېدلي دی چې د عامو وګړو اذهان او افکار کنټرول کړی، په هغو هیوادونو کې چې ډیموکراسی په پوره توګه حاکمیت ولری او قانون د ټولو لپاره یوشان وي نو رسنۍ څلورم ځواک بلل کیږی.

په دې تیرو څومیاشتو کې هیواد کې بوږنوونکې پیښې وشوی، ولس او حکومت غبرګونونه وښودل، دوه درې ورځې د رسنیو د سر ټکې شول، هرې رسنې ته خبر یا رپوټ جوړ کړو لیکن د پیښو علت کومې رسنۍ پیدا نه کړو چې دا پیښه چا وکړه؟ ولې ېی وکړه؟ د داسې پیښو رامنځته کیدلو موخې څه دی؟

په دې مقاله کې د څیړنیزو راپورونو د کمښت په لامل په لنډه توګه غږیږو.

نامسلکیتوب‌:

‌‌دلته ډیرشمیر د رسنیو کارونکې غیری مسلکې کسان دی که چاته د پښتو پنځه یاګانې هم زده وی نو هغه هم خبریال دی ځینو نورو شپږ میاشتنۍ د خبریالۍ کورس ویلې هغه هم خبریال دی، تر ټولو ستر مشکل یی همدا دی ځکه چاچې د تحقیقې ژورنالیزم نوم اوریدلې نه وي نوهغه به تحقیقې رپوټ څنګه ولیکي؟

ویره او جنګ:

که چیرته یوه رسنۍ مسلکې خبریالان هم ولری او د تحقیقې رپوټ په لیکلو کې ښه تجربه هم ولری خو بل ستر خنډ یې ویره ده ځکه دلته د ټولیزو رسنیو قانون شته خو عمل یی نشته یعنی حکومت او دولت تر دا مهاله د خبریالانو ملاتړ نه دی کړی، د دې سره سره جنګ هم دې چې د رسنیو مسؤلین نه غواړی چې دغه شان رپورټونه جوړ کړی ځکه د دې رپورټ ځانګړنه سلامت او ملامت ولس ته ښودل دی نو چې پټې خبرې افشا کیږي نو خامخا ګواښونه به وی.

ګوندیزې رسنۍ:

ډیري رسنۍ صرف د خپل ګوند خبرونه اود ګوند هره غونډه په ژوندې بڼه خپروی خو د مظلوم د اواز اوچتولو ته یی ملا ماته وی د دې رسنېو شمیر په دې ورستېو کې بې حده ډیر شوه.

ټولنیز مسؤلیت:

خبریالې کسب اوکار نه دی بلکې دټولنې د وګړو ضرورت دی او هر هفه څوک چې د ټولنیز مسؤلیت احساس ونه لری خبریال کیدای نه شی، چې له بده مرغه خبریالې دلته د پیسو او شهرت ترلاسه کولو یوه وسیله ګرځېدلې ده او ډیر په کمه اندازه ځینې خبریالان اوس هم شته چې دا احساس ولری.

لګښت او وخت:

د حقیقت موندل اسانه کار نه دی اونه په لږ وخت اوپه کم لګښت یو حقیقت پیدا کیږی چې بدبختانه دلته هرورځ یوخبریال باید یو رپوټ رسنېو ته ولېږی اونه رسنۍ دومره امکانات یوخبریال ته ورکوی.

په نوروهیودانو کې تحقیقې ژورنالیزم یوه څانګه بلل کیږی د دې لپاره چې خبریال د قاچاق، قتل، جنګ، او نورو اجتماعې اوسیاسی حقیقتونو څخه پرده پورته کړی چې ولس ته غل او مل معلوم شی، هرڅوک چې ښه رپوټ جوړ کړی نو هغې ته دکال دغوره خبریال جایزه ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب