جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهیوه بېوزله افغان کورنۍ؛درې وخته ډوډۍ نشته، ځینې وخت واښه هم خورو

یوه بېوزله افغان کورنۍ؛درې وخته ډوډۍ نشته، ځینې وخت واښه هم خورو

تاند:( دوشنبه،د سنبلې ۲۸مه)‏ په افغانستان کې د بشري ناورين له شدت او په هم مهاله توګه، د دغه ناورين د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د کمیدو اعلان د بشري فاجعې د رامنځته کیدو وېره زياته کړې ده.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه په یوه تازه راپور کې د يوې ناورین ځپلې افغان کورنۍ کیسه کوي، چې ځينې وخت له لوږې وښو خوړلو ته اړ شوي.

ګارډین لیکي:« وچکالۍ، اقتصادي ځوړتیا او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي میلیونونو تنه له لوږې سره مخ کړي دي.»

د يوې بېوزلې کورنۍ غړي ګارډین ته ویلي: «د سږ کال له وچکالیو سره ژوند ستونزمن دی. ځینې ورځې د وښو له خوړلو پرته بله چاره نه لرو. دا دې لامل شوی، چې زوی او مېرمن مې ناروغ شي. ډاکتر ویلي، چې کولمو ته یې زیان رسېدلی دی.»

د دغو کورنیو یوه بل غړي ویلي، چې د اوسېدو په ځای کې یې د غنمو بیه ۵۰ سلنه لوړه شوې او هغوی د خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري.

هغه ویلي: «داسې ورځ مې په یاد نه راځي، چې ماشومانو مې په ورځ کې درې وخته ډوډۍ خوړلې وي.»

د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې د حقاني شبکې يوه مخکښ غړي انس حقاني له بي بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې د فقر د زیاتیدو په اړه ويلي وو،چې خلک دې واښه وخوري.

طالبانو د ګارډین ورځپاڼې راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو د فقر زیاتیدو اصلي ملامتي پر پرزول شوي جمهوري نظام او نړيوالو متحدينو ېې اچوي.

د طالبانو د ادارې رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند په خپله وروستۍ عمومي وینا کې پر امريکا او متحدينو ېې نيوکه وکړه،چې په افغانستان کې د شل کلن حضور پر مهال یې اساسي کارونه نه دي کړي.

د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ پر مهال منلې وه، چې تر ۵۰ سلنې پورې خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د طالبانو د يو کلنې واکمنۍ په ترڅ کې د فقر تر کرښې لاندې د ژوند کوونکو افغانانو کچه د ټول نفوس شاوخوا ۹۰ سلنه او تر ۲۵ ميليونو پورې ښودل شوی.

1 COMMENT

  1. دا د شوروی اوپنجابی پاکستان د فتنو او نفاق اچولو او د افغانستان بر بادولو لپاره قومی ، ژبانی او سمتی بنیاد باندی ساختګیو جوړشوو کمونیستی ګوندونه او تنظیمونه د افغان ملت بهبودی او د ژوند ښه کیدو لپاره نه وو رامینځ ته کړی شوی بلکه د اجنبیانو له خوا د افغان ملت تباهی او د افغانستان بربادی لپاره رامینځ ته شوی او ملی خائین طالبان ئی هم د افغان ملت تباهی لپاره روزل شوی دی ، ځینی تخریبکاره کوشش کوی چی دی وطنفروشانو خائینو اعمالو ته مثبت شکل ورکړی او دوی ته د اجنبی دوښمن مقابل کښی د هجوم اسطلاح استعمال کړی او ددوی ملی خیانتونه د خپلو سبسطو په وسیله پټ کړی که دوی واقعآ اصیل افغانان وای او واقعآ د اجنبیانو پر ضد جنګیدلای وای نو وروسته د اجنبیانو شړلو څخه به په افغانستان کښی امنیت او صلحه برقرار شوی وای اما نه بر عکس افغان غیرتی ملت په اتفاق سره په قتل ورساوه او اوس هم جریان لری په واقعیت کښی د اجنبیانو پر ضد افغان غیرتی ملت راپورته شوی وو او اجنبیان ئید وینو په قیمت له خاوری شړلی دی اووروسته دی اجنبیانو د افغان ملت جهاد اصلی بریالتوب پلانیز پدی ساختګیو تنظیمونو تمام کړ او وروسته ولیده شول چی اجنبیان څه ډول خپل تربیه شوی غلامان په نوبت سره ارګ څخه لیری کوی او ورنباسی !!!! دا جعلی جفنګی هم د افغان ملت سره ملی خیانت دی !!!!!
    دافغان ملت د تباهی تهداب د محمد داؤد خان خائین اقدام ( د کمونیستانو په کومک منفوره کودتا ) په وسیله شروع او ختم ئی نه لیده کیږی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب