سه شنبه, جولای 9, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغانستان ګاونډوی هیوادونو ته له وړل شویو الوتکو د تروریزم...

امریکا د افغانستان ګاونډوی هیوادونو ته له وړل شویو الوتکو د تروریزم پر ضد کار اخلي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۹ مه) امریکايي رسنۍ پولیټیکو د باوري سرچینو په قول راپور ورکړ چې د امریکا متحدایالتونه له ازبکستان او تاجکستان سره په خبرو بوخت دي چې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت ۵۰ الوتکې چې د طالبانو د واک ته رسیدو په مهال دغو هیوادونو ته الوزول شوې وې، په افغانستان کې د تروریستانو پر ضد وکاروي.

پولیټیکو د دوو سرچینو په قول، چې د امریکا او د منځنۍ اسیا د دوو هیوادونو (تاجکستان او ازبکستان) ترمنځ د خبرو په اړه یې معلومات لرل، ویلي چې دغو دوو هیوادونو ته د افغانستان د پخواني دولت شاوخوا ۵۰ الوتکې وړل شوي او سره له دې چې دا الوتکې څه باندې یو کال کېږي چې د افغانستان په دغو دوو ګاونډیو هیوادونو کې دي، د هغو برخلیک نامعلوم دی خو د هغو پېلوټان متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.

طالبانو په ځلونو له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي چې دا الوتکې وروسپاري. له بلې خوا امریکا ویلي چې دا الوتکې یې د افغانستان پخواني حکومت ته ورکړې وې او نه غواړي چې طالبانوته په لاس ورشي.

د ازبکستان چارواکو هم په وروستیو کې وویل چې دا الوتکې د امریکا دي او افغانستان ته یې نه شي سپارلی.

پولیټیکو د امریکا د دفاع وزارت د یوه جګپوړي چارواکي په قول وايي، په دې موضوع د افغانستان او ازبکستان د اړیکو او په مننځني اسیا کې د روسیې د اقتصادي او پوځي نفوذ په خاطر ډېر څه نه ویل کېږي خو د پردې شاته امریکايي چارواکي په غلي ډول له دغو الوتکو په سیمه کې د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي ځکه چې اوس هلته حضور نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب