یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Home+ژوند بښونکې منډي (Stafet for Livet)

ژوند بښونکې منډي (Stafet for Livet)

پوهدوی اصف بهاند

منډې!

LØB

(۲۰۲۲)

د هرکال په سیالیو کې دا جمله د دې له پاره د شعار په ډول لیکل شوې وي چې خلک هم ځان وساتي او هم له هغو وگړو سره مرسته وکړي چې د چنگاښ په ناورغۍ اخته دي: 

«Kræften sover aldrig»

«چنگاښ ناروغي هېڅکله نه ویده کې?ږي!»

—————————————————–

د ډنمارک په هیدرسلیف نومي ښار کې، هر کال د سپتمبر میاشتې د پیل په لسو ورځو کې د «Stafetfor Livet» (ژوند بښونکې منډي یا د ژوند له پاره منډې) تر سرلیک لاندې د منډو سیالۍ جوړیـږي چې سږکال (۲۰۲۲) د سپتمبر میاشتې لسمې او یولسمې نېټې کې ترسره شوې.

دا لوبې دوه کاله (۲۰۲۰ ــ ۲۰۲۱) د کورونا وبا د خپرېدو په وجه ترسره نه شوې او سږکال (۲۰۲۲) په ځانگړي شور او ځوږ سره ترسره شوې.

په ډنمارک کې ټول مثبت شیان په غځیدو او پراخیدو دي، له هغې ډلې دا منډې او د راتلونکي ژوند له پاره فکر او پلان، خو زما په پلرني وطن کې هر څه په منفي خوا روان دي. په دې وروستي یوه کال کې داسې بدلونونه رامنځته شول، چې خلک او وطن یې نور هم تیارو کې ډوب کړ، نړیوالو د تروریزم د ځپلو په نامه په افغانستان کې شل کلونه تېر کړل، او پرته له کوم پلان څخه یې ناڅاپه افغانستان او افغانان خوشې کړل او دا وطن داسې خلکو ته په لاس ورغی چې په هېڅ قانون برابر نه دي او په هېڅ ډول تله کې تلل کېدای نه شي.

د دې ناخوالو ترڅنگ د طبعي افاتو د راتلو تر څنگ د لوږې سونامي څپې هم پرې راغللې او د نړۍ د غمجنو د کتار په سر کې ځای ورکړل شو. اوس لا بله بلا دا ورته درول شوې چې د پوهې او زدکړو له لارې نه هم دا خلک راگرځول کېـږي، د ښوونزیو او د زدکړو د مرکزونو دروازې ورته تړل کېـږي او…

زموږ څو منتقدو قلموالو د طنز په ژبه د وطن او خلکو دې خوار حالت او دې ته چې دونیاوال څه کوي او موږ په څه اخته یو، لیکنې کړې دي چې دلته یې دوې وړې او

 لنډې بېلگې وړاندې کوم:

«… کوم چآ د طنز په ژبه په یوه فیسبوکي ډله کې چې «مبارز ځوانان» نومېـږي داسې په مقایسوي ډول لیکلي دي چې له خندا او ژړا نه به دې بډوډي او سترگې په درد شی، دا متن ما ته په مسنجر کې رالېـږل شوی دی، ولولئ:

«د نورو خبرونه اور همارا:

ــ متحده عربي امارات مصنوعي سپوږمکۍ جوړوي.

افغانستان کې له شپږم پورته جونې زده کړو ته نه پرېښودل کیږي.

ــ پاکستان د غوري په نوم نوی میزایل جوړ کړ.

کابل کې د اهل تشیع په یوه جومات کې چاودنه شوې.

ــ ملګري ملتونه: افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی.

افغانستان: امریکا مو ماته کړې.

ــ ایران: امریکا دې ګواښونه نه کوي.

کابل: امریکا زموږ هوايي حریم نقض کړی چې له دوحې تړون ښکاره سرغړونه ده.

ــ قطر نوې ډرون طیاره جوړه کړې.

مالیې وزارت له دولتي کارکوونکو څخه لمونځونه اوروي.

ــ فنلېډ د نړۍ خوشاله هېواد اعلان شو.

افغانستان: تېر یو کال کې د بېلابېلو لاملونو له کبله ۴۲ تنو ځان وژنه کړې.

ــ پاکستان پنجاب کې د مصنوعي باران ورولو تجربه کوي.

افغان ناروغان: پاکستاني ځواکونه د اوښتو اجازه نه راکوي.

ــ د چین میټاورس کمپنۍ یو روبوټ خپل اجرایه ریس ټاکلی.

جلال اباد: د هلکانو په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې.

ــ سعودي کې د هندي فلمونو ستر فیسټیوال جوړیږي.

د ساز و سرود له وجې، ط. ننګرهار کې د واده پر محفل ډزې کړي.

ــ ناسا: چین هڅه کوي سپوږمۍ محاصره کړي.

افغانستان: د مکتبونو پرانیستو په طرحه کار روان دی، ډېر ژر به خلاص شي.»

یو بل دې ته ورته انتقادي مطلب ښاغلي ظاهر عمار لیکلی دی:

«چين د ځمکې په مدار کې يوه مصنوعي سپوږمۍ ځای پر ځای کوي چې د شپې په تياره کې خپل ښارونه او سړکونه پرې روښانه کړي. د دې مصنوعي سپوږمۍ رڼا به تر اصلي سپوږمۍ اته چنده زیاته وي او چين به د ډېر وخت له پاره د برق په انرژۍ د خپلو ښارونو او سړکونو د رڼا کولو له ميليارد ډالري مصرفونو بې‌غمه شي.

متحده عرب امارات بيا په ځمکه کې په پنځه ميليارده ډالرو يوه مصنوعي سپوږمۍ جوړوي چې د نړۍ سيلانيان ورته رامات کړي او هر کال ميلياردونه ډالره ګټه ترې ترلاسه کړي.

خو د نوادرو په وطن کې بيا ټول بحث پر دې دی چې ږيره بايد څومره اوږده وي؟ لوڅ سر لمونځ کيږي که نه؟ پتلون اغوستل روا دي که ناروا؟ نجونې دې ښوونځي ته ولاړې شي که نه؟ د ښځو اصلي حجاب چادري ده که نقاب؟

موږ ته بويه د بحثونو محور او مرکز مو دا وای چې ولې په نړۍ واله سياسي، اقتصادي او اجتماعي انزوا کې پراته يو؟ نړۍ مو ولې په رسميت نه پېژني؟ ولې د سياسي نظام تعريف شوی چوکاټ او اساسي قانون نه لرو؟ ولې مو ميليونونه هېوادوال نورو هېوادونو ته مهاجر شول او ميليونونه نور له هېواده د وتلو په فکر کې دي؟ ولې ميليونونه ځوانان نهيلي او وزګار دي؟ ولې د راتلونکو نسلونو په اړه د مسئوليت پذيرۍ احساس نه کوو؟ او…»

د افغانستان د غمیزې کیسې ډېرې دي چې په هېڅ ډول د نورو هېوادونو له حالاتو سره د پرتلې وړ نه دي، خبره لږه رانه کږه شوه چې په ډنمارک د منډو د سیالیو کیسه وه.

لکه څنگه چې د تېرو کلونو په رپوټونو کې ما ویلي وو چې د منډو دا سیالۍ د ډنمارک د خلکو د فرهنگ د یوې غوره بېلگې په توگه د دې لپاره هرکال ترسره کېـږي چې، په سرطاني ناروغیو باندې له اخته کسانو یا په سرطان ناروغۍ باندې د اخته کېدونوکو ناروغانو د مرض د درملنې یا مخنیوی له پاره پیسي راټولوي د ډنمارک له سرطان سره د مبارزې فونډ ته یې لېـږدوي او په راتلونکې کې د نورو خلکو د نه اخته کېدو په موخه رنگارنگ تبلیغات په کې کېـږي.

په پاسني عکس کې د ډنمارک د هیدرسلیف ښار هغه سیمه لیدل کېږي چې هر کال د منډو سیالۍ په کې ترسره کېږي.

د منډو د دې سیالیو لپاره ما لومړنۍ مقاله د ۲۰۱۴ ام کال په سپتمبر کې ولیکله، د هغې لیکنې پیل مې داسې کړی و:

«له کوم کلي نه چې راغلی یم او په کوم کلي کې چې ژوند کوم، تقریباً یو ډول هوا لري، خو د خلکو په ژوند او مزاج کې یې د مځکې او آسمان په شان واټن دی. د پلرني کلي هوا او د اوسني کلي هوا سره ورته ده. نرمه او ژوند بښونکې، خو خلک یې توپیر سره لري. زما د پلرني کلي اوسیدونکي داسې تند مزاجه دي چې لکه د چا خبره نر مچ هم په پزه نه پریږدي، خو په ډنمارک کې د هیدرسلیف اوسیدونکي لکه چې ټول د مهاتماګاندي بچیان وي. ټول نرم خویه، خولې له خندا ډکې او ټول د عدم تشدد فلسفې داسې عملي پیروان دي چې ته وا هره ورځ به د عدم تشدد درس ګاندي ورته په غوږونو کې پو کړی وي. زما د پلرني کلي خلک هره ورځ جګړې ته تیار ولاړ وي او د دې کلي خلک نه جګړه پیژني او نه هم تاو تریخوالی.»

د منډو دغه سیالي هرکال د یوې لویې میلې په بڼه برابرېږي. د دې سیالیو په باب عمومي مالومات په چاپي او انلاین رسنیو کې خپرېـږي. د سږکال (۲۰۲۲) معلومات په لاندې ډول دی:

ــ دغه سیالۍ د ډنمارک د هیدرسلیف په دمپارکن نومي پارک کې تر سره شوې،

ــ د منډو دغه سیالي د سپتمبرد لسمې نیټې د ورځې په دولس بجو پیل اوڅلیریشت ساعته روانه وه،

ــ په منډو کې څلوراویا (۷۴) لوبډلو گډون  کړی وو،

ــ د منډو وهونکو ټولیز شمیر۴۱۶۳ تنه وو،

ــ په سږنیو سیالیو کې یوسل و اته تنو هغو خلکو گډون کړی وو چې په سرطان اخته وو،

ــ د سیالیو د تر سره کیدو په سیمه کې د بیلابیلو ټیمونو د منډو وهونکو د دمه کولو، خوراک څښاک او خوب له پاره په لسګونو رنګارنګ خیمې درول شوې وې،

ــ په سیالیو کې ټول لاسته راغلی عاید د سرطان پرضد د مبارزې ځانګړي فونډ ته ولېـږدول شوې.

په ډنمارک کې د منډو په دې سیالۍ کې، په هغو لارو کې چې د سیالۍ گډون کونکي منډې وهي، د لارو په اوږدو کې سپین کاغذي پاکټونه ایښودل کیږي، د پاکټونو په منځ کې میده شگه او د شگو په منځ کې یوه ډیوه (شمع) ایښی وي، د لوبو د لومړۍ ورځې په ماښام ډیوې لگول کېـږي او تر سهار پورې بلې وي، د دې سپینو پاکټونو پر ډډو باندې، د پاکټونو د ایښودونکو له خوا بیلابیل مسیژونه، شعارونه، شخصي هیلې او ځینې نومونه لیکل شوي وي. دا د ډنمارک په هیدرسلیف ښار کې د ۲۰۲۲ ام کال د مڼدو د سیلۍ د ډیوو دوې بېلگې دي:

د ماښام په رارسېدو سره د ډيوو یا شمونو بلونې یوه بېلگه

د هغې لارې په اوږدږ کې چې ځغاسته پرې ترسره کېږي، د بلو کړای شوو ډیوو یوه بله بېلگه

د سیالیو په سیمه کې په لسګونه وړې او غټې خیمې درول شوې وې او هر ټیم ځان ته جلا ـ جلا شعارونه لیکلي او راځړولي وو چې ټول د سرطان په باب مالومات او له سرطاني نا روغیو سره د مبارزې د څرنګوالي په باب وو.

سرطان ضد خواړه

دې سیالیو، منډو او دې خلکو ته په لیدو سره هرکال دا چورت رالوېـږي چې دا خلک څه کوي، موږ په څه اخته یو؟ د ۲۰۱۶ ام کال سیالیو ته مې چې کومه مقاله لیکلې وه، هلته ما داسې چورت وهلی و:

«دا خلک او دا ټولنه څومره د خپلو ستونزو د حل په باب مخکې له مخکې فکر کوي او د ستونزو د مخنیوي له پاره یې لارې چارې لټوي او بیا مې د خپل وطن په زرګونو رنګارنګ نا خوالو په را یادولو سره، په خپل خیال کې ځان په یوه لویه څلور لاره کې ودراوه، له دریدو سره سم مې او دا توري او دا جملات د ذهن په بیدیا کې ښکته پورته تلل را تلل:

ــ دلته سیالي د ژوند له پاره ده، زما په وطن کې سیالي د مرګ له پاره ده،

ــ دلته سیالي د ژوند د ژغورلو له پاره ده، خو زما په وطن کې سیالي د ژوند د بربادولو له پاره ده،

ــ دلته سیالي یو بل سره د مرستې او محبت په خاطر تر سره کیږي، خو زما په وطن کې سیالي د تاو تریخوالي او وراني په خاطر تر سره کیږي،

او…»

اوس هم دا خلک د ژوند لپاره منډې وهي او هڅه کوي او زمو په دې جگړه ده چې تر شپـږم ټولگي د لوړو صنفونو نجونې ښوونځی ته ولاړې شي که نه؟

لکه د تل په څېر سږکال (۲۰۲۲ ام) هم د ډنمارک کې په جوړو شوو سیالیو کې هیڅ څوک بایلونکي نه دي، بلکې ټول ګډون کونکي ګټونکي دي. په دې لوبو کې ټولې منډې او هلې ځلې د انساني احساس له مخې، له مرګ نه د یو انسان د خلاصون له پاره دي. دلته اصلي ګټونکی هغه انساني احساس دی چې د انسان د ژوند د ژغورلو له پاره تلاش کوي، دلته اصلي ګټونکی هغه انسان دی چې د یو بل نا لیدلي انسان د ژغورولو له پاره پل اوچتوی او زغلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب