دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد بشر نورزي خوشې کیدو ته پراخ مثبت او منفي غبرګونونه ښودل...

د بشر نورزي خوشې کیدو ته پراخ مثبت او منفي غبرګونونه ښودل شوي

تاند:( سې شنبه،د سنبلې ۲۹مه)‏ د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د تبادلې په پایله کې د ګوانتانامو زندان د وروستي افغان بندي بشر نورزي خوشې کیدل له پراخو مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شوی.

حاجي بشیر نورزی،چې د طالبانو د ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد له نیږدې ملګرو او اقتصادي ملاتړو څخه ګڼل کېږي، کابو دوې لسیزې وړاندې امریکایانو د مخدرو موادو د کار و بار په تور ونیوه او ګوانتانامو ته یې ولیږه.

د طالبانو د ادارې بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي وویل چې دوی د نورزي په بدل کې امریکايي انجینیر مارک فریچیس خوشي کړی دی.

فریچیس، چې یو وخت د امریکا په سمندري ځواک کې و، اصلاً انجینیر دی او په افغانستان کې یې شاوخوا ۲۰ کاله په پراختیايي پروژو کې کار کړی دی.

د بشر نورزي خوشې کیدو ته په غبرګون کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل ويلي،چې د هغه په خوشې کیدو د طالبانو ټینګار او معامله د نیشه یي توکیو کاروبار سره د دغې ډلې پراخې او نه شليدونکې اړيکې ثابتوي.

نوموړی وايي:«ځینې هڅه کوي، چې حاجي بشر د طالبانو لوړپوړی غړی معرفي کړی او هڅه کوي طالب مشران په نشه یي توکو کې له لاس لرلو سپین کړي؛ داسې حال، چې حاجي بشر په ۲۰۰۵ کال کې په نیویارک کې ونیول شو.»

د کندهار پخواني امنيه قومندان جنرال تادين خان بيا وايي،چې طالبانو او امریکا د ملا بشر نورزي د خوشې کیدو لپاره ځکه موافقه وکړه،چې هغه به د طالبانو د حاکمې ادارې مشري کوي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:«دا چې ملا حسن اخوند شديد مريض دی او نه شي کولای چارې پرمخ يوسي، نو ځکه يې د مخدره مواد تر ټولو غټ قاچاقبر را خوشې کړ.ملا بشير به ډير ژر د ټالبانو د رييس الوزرا په حيث وټاکل شي.»

د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې او د طالبانو يوې ملاتړې آرین يون بيا طالبان د بشر نورزي د خوشې کیدو لپاره په کړو هڅو ستایلي.

مېرمن یون په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:« د طالبانو دا اقدام واقعاً ډېر زړور او د افغان په تاریخ یو مثالي اقدام دی.»

په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې بشر نورزي د خوشې کیدو لپاره د امريکا او طالبانو مذاکرات څرګندوي،چې دواړه لوري باید په تفاهم خپلې ستونزې حل کړي.

مجاهد زياتوي:«د زور، فشار او تحمیل له لارې له افغانانو سره په تعاملاتو کې هيڅ پرمختګ نشي کیدای، خو برعکس مفاهمه هرڅه کولای شي.»

خپله حاجي بشر نورزي هم نن ویلي،چې له خوشې کيدو سره ېې د طالبانو او امریکا د اړیکو د خوشې کیدو هیله لري.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي بيا وايي،چې طالبان به د نورزي د خوشې کیدو په بدل کې ژر د نجونو ښوونځي بيرته خلاص او ډېر سياستونه به ېې د امریکا له غوښتنو سره عیار شي.

هغه په ورته وخت کې له ایران، روسیې او چین څخه د طالبانو د واټن اخيستو وړاندوینه هم کوي او وايي،چې امریکا متحده ایالات به د طالبانو په ملاتړ را میدان ته شي.

د ټولنيزو رسنيو يوه فعال الیاس بيا په خپله ټویټر پاڼه کې داسې غبرګون ښودلی:«‏د طالبانو اسلامي نظام له داسې مرداريو ډک دی چې د بشير نورزي غوندې غلو، قاچاقبرو، او لوټمارو ځای په کې شته خو د يو مسلکي، په کار پوه، او علمي افغان ځای کې نشته. کوم چې پاتې دي هغوی ته پلمي لټوي چې له هيواده يې ويستلو ته اړ باسي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن بیا ویلي، چې د بشر نورزي د خوشې کیدو پریکړه ورته ستونزمنه وه، خو د امریکايي انجینر د ژغورلو لپاره ېې ورته غاړه کېښوده.

د یادونې وړ ده،چې امریکايي محکمې ښاغلی نورزی په عمري قید محکوم کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب