یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهمنصور احمد خان: افغاني فکر خونو، رسنيو او دیني عالمانو سره تعامل...

منصور احمد خان: افغاني فکر خونو، رسنيو او دیني عالمانو سره تعامل کوو

تاند:( دوشنبه،د سنبلې ۲۸مه)‏ په افغانستان کې د پاکستان مخکیني سفير منصور احمد خان په خپل هېواد کې د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د ګډ کنفرانس خبر ورکړی.

منصور احمد خان،چې په افغانستان کې ېې د جمهوري نظام په وروستيو کې دنده پيل کړې وه، د نظام له سقوط وروسته د طالبانو پر جوړې شوې ادارې د ډېر نفوذ او د طالب چارواکو د ډېر استجواب او کنټرول له امله د افغانستان وايسرای ګڼل کیده.

وايسرای د پخواني بريتانوي استعمار هغو استازو ته ويل کيده،چې په مستعمرو کې ېې د بریتانیا د امپراتورۍ ځواکمنه استازولي کوله.

منصور احمد خان د ترسره شوي کنفرانس نور جزییات نه دي روښانه کړي، خو د افغان دیني عالمانو تر څنګ ېې د افغانستان له فکري خونو او رسنيو سره هم پر تعامل ټينګار کړی.

معلومه نه ده،چې منصور احمد خان اوس له کوم دریځه په خپل هېواد کې افغان څېرو سره کنفرانسونه بولي او د طالبانو او پاکستان ملاتړ ته ېې هڅوي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې د ياد شوي کنفرانس په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده ،چې تېره د پاکستاني خبريالانو يو پلاوی کابل ته راغلی و.

د طالبانو د ادارې وياند ذبيح الله مجاهد له دغه پاکستاني پلاوي سره د لیدنې پر مهال ويلي و،چې ژر به د افغاني رسنيو يو پلاوی هم پاکستان ته د اړيکو د پراختيا لپاره سفر وکړي.

شنونکي باور لري،چې پاکستان په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو قشرونو او سرلارو سره ېې د ورته اړیکو له لارې پر دوی د نفوذ په هدف هڅې زياتې کړي او د طالبانو اداره په دې برخه کې ورسره پراخه همکاري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب