یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد«بمونو مور» ځپلې سيمه؛ماشومان پکې معلول زيږي، کرنه او مالداري نه کیږي

د«بمونو مور» ځپلې سيمه؛ماشومان پکې معلول زيږي، کرنه او مالداري نه کیږي

تاند:( دوشنبه،د سنبلې ۲۸مه)‏ د ننګرهار لپاره د طالبانو والي او یو شمېر نورو چارواکو نن په دې ولايت کې د سپين غر ولسوالۍ له هغه ځای څخه ليدنه کړې، چې امريکا پرې د داعش ډلې خلاف د «بمونو مور» په نوم مشهور خطرناک بم غورځولی و.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د ځايي خلکو په حواله وايي:« د بمونو مور کارونې له امله نه يواځې چې کورونه ړنګ او خلک کډوال شول؛ بلکې شاوخوا خلکو ته بېلابېل ډوله ناروغۍ پیدا شوي او نوي ماشومان په داسې حال کې پیدا کيږي چې روغتيايي ستونزې لري.»

د طالبانو په اعلامیه کې د سیمې د اوسېدونکو له خولې ویل شوي،چې په دې سيمه کې کرنه او مالداري نه کيږي او خلک به د اوږدمهال لپاره زيانونه ګالي، چې بايد د امریکا حکومت او ولس يې دې خلکو ته پاملرنه وکړي او غرامت يې اداء کړي.

امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۱۷ په اپریل میاشت کې په سپین غر ولسوالۍ کې د خپل دغه خطرناک بم د غورځولو اعلان او په ترڅ کې ېې د نيږدې سلو داعشیانو د وژلو ادعا وکړه.

د یادې سیمې خلکو مخکې هم د دې پېښې له امله د نویو زیږيدونکو ماشومانو د معلولیت خبر ورکړی و.

امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب