یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهيوه انتيک پلورونکي ۳۷۵لرغوني اثار هرات موزيم ته وسپارل

يوه انتيک پلورونکي ۳۷۵لرغوني اثار هرات موزيم ته وسپارل

تاند:( دوشنبه،د سنبلې اته ويشتمه)‏ د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت یوه انتیک پلورونکي سلګونه تاريخي آثار د هرات موزيم ته سپارلي دي.

د هرات د انتیک پلورونکو د اتحاديې رييس حاجي محمد عمر وویل چې دغه ٣٧٥ تاریخي آثار زياتره د تيموريانو او غوريانو دورو پورې اړه لري.

هغه زیاتوي،دغه آثار يې له خلکو څخه پېرلي او راټول کړي وو.

په دغو اثارو کې خټين، ډبرين او له برونزو جوړ شوي توکي شامل دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ طالب رييس مولانا نعيم الحق حقاني له نورو خلکو هم وغوښتل، چې د ورته اثارو له سپارلو سره دې د دغه ولايت موزيم سره مرسته وکړي.

له بله پلوه د هرات د موزيم مسوولين وايي هغه آثار چې نن نندارې ته وړاندې شول په موزيم کې د ساتلو ارزښت لري.

د هرات د موزيم مدير وايي چې په ملي موزيم کې د ٣ زرو لرغونو آثارو له جملې څخه يوازې ٤٧٣ آثار نندارې ته وړاندې کړي او پرېکړه یې کړې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ دغو آثارو ته مناسب ځاى ځانګړى شي تر څو دغه آثار ښه وساتل شي.

د هرات يو شمېرخلکو هم د دغو اثارو پر ساتنې ټينګار وکړ.

د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ د هرات موزيم په ٩٨ کلنې سابقې سره څه نا څه ٣ زره لرغوني آثار لري چې له دې جملې ٤٧٣ اثار نندارې ته وړاندې شول او ډېر لرغوني آثار يې له اسلام څخه مخکې دورې پورې تړاو او څه نا څه ٦ زره کاله سابقه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب