یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د بشیر نورزي په بدل کې امریکايي انجینیر خوشي کړ

طالبانو د بشیر نورزي په بدل کې امریکايي انجینیر خوشي کړ

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۸ مه)  د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن په کابل کې وویل چې دوی د یوه مشهور طالب بندي په بدل کې امریکايي انجینیر مارک فریچیس خوشي کړی دی.

تر دې مخکې نن طالبانو ویلي و چې بشیر نورزی، چې د ګوانتنامو وروستی افغان بندي و، خوشي شوی او کابل ته رارسیدلی دی.

متقي په کابل کې د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل چې دوی فریچیس د کابل په هوايي ډګر کې نن سهار تبادله کړ. د ده په وینا د دغه امریکايي انجینیر په بدل کې امریکایانو حاجي بشیر نورزی خوشي کړ.

حاجي بشیر نورزی کابو دوې لسیزې وړاندې امریکایانو د مخدرو موادو د کار و بار په تور ونیوه او ګوانتنامو ته یې ولیږه.

فریچیس، چې یو وخت د امریکا په سمندري ځواک کې و، اصلاً انجینیر دی او په افغانستان کې یې شاوخوا ۲۰ کاله په پراختیايي پروژو کې کار کړی دی.

نوموړی د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په لومړیو کې برمته شو.

2 COMMENTS

  1. طالبان خو منکر ول او ويل يې چې له موږ سره هېڅ امريکايي يا هېڅ يو بهرنی بندي نشته او نور هېڅوک راسره پاتې نه دي. حال دا چې هماغه وخت امريکا دا خبره کړې وه او خليلزاد هم ورته ويلي وو چې فريچيس له تاسې سره دی او دا بايد راخوشې کړئ چې دوی ورته هماغه د بشير نورذي خبره کړې وه. خليلزاد باجوه ته هم ياده کړې وه او پاکستان هم منکر وو چې له د طالبانو له حقاني شبکې سره نشته. انس حقاني هم منکر شوی وو.
    هماغه تښتونه پرې ثابته شي، خو دوی انکار کوي. ښکاره خبره ده چې طالبان دا ډول تښتونې د پاکستان د استخباراتو له ملاتړ پرته نه شي کولی. دا کار به اوس هم د پاکستان د فشار له امله شوی وي. هغه مخکې ځل چې د الظواهري په مړينه کې يې دوه ميليارده ډآلره له IMF څخه ترلاسه کړل دا به يې هم پرې منلې وه چې دا سړی پرې راخلاص کړي. طالبانو تل داسې معاملې د نورو د ګټو او د هېواد په تاوان او نام بدۍ کړی دي.

  2. مارک فریچیس او بشیر نورزی دواړه بختور دی ځکه یو د بل د مبادلې او آزادی بیه ئې په جیبونو کی درلوده، د افغان اسیر او بیچاره وولس به څه کوی چی دا ګړی د طالب د زندان څخه د خلاصون هیڅ هیله او اُمید او بیه نلری.
    بله دا چی:
    زه خپله قومی – تباری – عشیره ای او سمتی اصالت ته هیڅ عقیده نلرم خو:
    داسی احساس لرم چی د هلمند زمینداران او خانان د تاریاکو د کښت او قاچاق له وجی لوی جفاکران او خائنان ګڼل کیږی ضمناً زموږ د هیواد د روانو څلورنیمو لسیزو د ټولو کومیکو – تراژدیکو تئاترونو د اجراء پر سټیج ماهر لوبغاړی همدا هلمندیان دی ( د ثور د کودتاه د افراطی ملاتړو څخه نیولې تر افراطی طالبانو پوری ټول د هلمند د خَشِن او زیږه فرهنګ محصولات دی چی البته جبار قهرمان او ملا نسیم ئې ښکاره نمونې وې ).
    بله دا چی د هلمند لوی قومونه د قومی تعصب په جراثیمو ککړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب