یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ګوانتانامو وروستی افغان بندي بشر نورزی ازاد او کابل ته را...

د ګوانتانامو وروستی افغان بندي بشر نورزی ازاد او کابل ته را ورسېد

تاند:( دوشنبه،د سنبلې اته ويشتمه)‏ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس کابل ته د ګوانتانامو زندان د وروستي افغان بندي حاجي بشر نورزي د را رسیدو خبر ورکړ.

سرچينه زياتوي،چې نوموړی نن په کابل نړيوال هوايي ډګر کې طالبانو ته وسپارل شو.

د طالبانو په کنټرول کې باختر اژانس نه دي ويلي،چې نوموړی چا تر کابله ورساوه او خوشې کیدل ېې کله او څنګه ممکن شول؟

بشر نورزی د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد له تر ټولو نیږدې کسانو څخه ګڼل کیږي.

نوموړی په ۲۰۰۵کې په نیویارک کې امريکايانو  ونیوه او په ګوانتانامو زندان کې بندي کړ.

امریکا متحده ایالاتو نوموړی د سیمې په کچه د نیشه یي توکیو له تر ټولو لویو قاچاقبرانو څخه باله او په دې تور ېې د عمري بند سزا ورته اورولې وه.

امریکا پر هغه دغه راز تور لګولی و، چې د طالبانو په تروریستي فعالیتونو کې ېې پراخه مالي ونډه لرله.

د طالبانو او امریکا د سولې له تړون څخه وروسته د طالبانو د تحریک سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند څو ځله له امریکایي چارواکو څخه د نوموړي د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

طالبانو او امريکايي چارواکو د حاجي نورزي د خوشې کیدو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

ويل کيږي،چې د نوموړي د خوشې کیدو منځګړتوب قطر هېواد کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب