یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپر بګرام زندان د ط-انو مستند فلم؛مجاهد: امریکایانو غوښتل جاسوس ېې شم

پر بګرام زندان د ط-انو مستند فلم؛مجاهد: امریکایانو غوښتل جاسوس ېې شم

تاند:( دوشنبه،د سنبلې اته ويشتمه)‏ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغان فلم ادارې د بګرام زندان په اړه د یوه مستند فلم د جوړولو خبر ورکړی.

د افغان فلم ادارې لپاره د طالبانو معرفي شوي رييس په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:«د بګرام زندان مستند فلم چې دافغانستان د شل کلن اشغال دظلم،جبر او استبداد په کیسه د افغان فلم ریاست جوړ کړی، په څو ورځو کې به نندارې ته وړاندې شي.»

نوموړي د ياد شوي فلم ویډیویي اعلان هم خپور کړی.

د دغه اعلان په ترڅ کې د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد، چې په بګرام زندان د بندي پاتې شوی و، د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایي چې امریکایانو ورڅخه د جاسوسۍ غوښتنه کړې وه.

څه موده مخکې يو شمېر چینایي مستند جوړونکو ويلي وو، چې طالبانو سره په ګډه په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د شل کلن حضور په اړه ځینې مستند فلمونه جوړوي.

طالب چارواکو نه دي ويلي،چې په دې مستند جوړولو کې چینایانو ورسره مرسته کړې کنه؟

د چارو یو شمېر څارونکي باور لري،چې د طالبانو د داسې چارو تر شا تر ډېره د امریکا مخالف هېوادونه ښکېل دي او طالبان په دې تصور،چې ګواکې د امریکا او ناټو خلاف خپل بری نمانځي، افغانستان د نړیوالو قدرتونو د یوه خطرناک نیابتي جنګ په میدان بدلوي.

1 COMMENT

  1. که نور هیوادونه شامل وی او که نه امریکایانو دا ظلم کړی دی زما د کور سړي ماته دا د بګرام قصه کوله ما ورته ژړل ! خو اوس په تیرو باندې به تاریخ قضاوت کوي خو مونږه د مذهبي لېونیا نو څخه دنجونو ښوونځی غواړو !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب