یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحکمت خلیل:د نجونو د ښوونځيو په تړل کیدو ټول مسوول او خجالت...

حکمت خلیل:د نجونو د ښوونځيو په تړل کیدو ټول مسوول او خجالت یوو

تاند:( دوشنبه،د سنبلې اته ويشتمه)‏ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د طالبانو له لوري له شپږم ټولګيو څخه د پورته افغان ښځينه ښوونځيو د تړلو د کلیزې په اړه توند غبرګون ښودلی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:« په ۲۱مه پېړۍ کې افغانستان يوازينی هېواد دی،چې له شپږم ټولګي څخه پورته پکې نجونې د زده کړو اجازه نه لري.»

حکمت خلیل زياتوي:« يو کال کیږي،چې افغان نجونې له خپلو خوبونو او راتلونکي څخه محرومه شوي او موږ ټول ورته نه یوازې مسوول،بلکې خجالته هم يوو!»

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انتنیو ګوترېش پرون وویل، په تېر یو کال کې د افغاند نجونو د زده کړو له لاسه تللی فرصت به بېرته جبران نه شي.

انتنیو ګوترېش لیکلي، د سپټمبر ۱۸ په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو د بندېدو یو کال پوره شو خو طالبان باید نور نجونو اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي( یوناما)‌د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځيو د تړلو له امله تېر یو کال د طالبانو لپاره له شرم ډک کال بولي.

طالبانو د ملګروملتو د چارواکو په دې تازه توندو څرګندونو تراوسه پورې غبرګون نه دی ښوولی.

يوناما ټينګار کړی،چې د افغان نجونو د ښوونځيو بند ساتل به د افغان نجونو نسل او راتلونکي ته خطرناک تمام شي.

طالبانو تېر کال په همدې ورځ په کورونو کې د هغو نجونو د پاتې کیدو پریکړه وکړه،چې له شپږم څخه په پورته ټولګيو کې ېې زده کړې کولې.

اټکل کیږي،چې له دې پریکړې سره څه باندې يو ميليون نجونې له زده کړو څخه محرومې شوې دي.

یوناما يو ځل بيا له طالبانو غوښتي،چې افغان نجونې ښوونځيو ته پريږدي او د زده کړو پر وړاندې ېې نور خنډ نه شي.

د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي نورالله منیر څه موده مخکې ادعا وکړه چې افغانان خپله د نجونو د زده کړو مخالف دي او له پینځلس کلنۍ څخه خپلې لوړ عمره لوڼې ښوونځيو ته نه استوي.

د هغه دغو خبرو په پراخه کچه د خلکو توند غبرګونونه راوپارول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب