یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد موسیقۍ ملي انستیتیوت زده کوونکو له هېواده بهر خپلې هنري زده...

د موسیقۍ ملي انستیتیوت زده کوونکو له هېواده بهر خپلې هنري زده کړې پيل کړې

تاند:( دوشنبه،د سنبلې اته ويشتمه)‏ د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستیتیوت مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست له جلا وطنۍ وروسته د دغه انستیتیوت د زده کوونکو د هنري زده کړو د بيا پيل خبر ورکړی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي،چې دغو زده کوونکو په دوحه او لیزبن ښارونو کې له موقتي استوګنې وروسته خپل نوی تحصیلي کال د چک په کنزرواتور ښار کې پيل کړی دی.

‏نوموړي په دې خوښي ښودلې،چې په دې ټوله موده کې خپلو زده کوونکو سره و او اوس ېې د زده کړو د بيا پيل شاهد دی.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، د ډېرو نورو هغو افغانانو په شان،چې نويو ارزښتونو سره تړلي وو، سلګونه هنرمندان هم د افغانستان پریښودو ته مجبوره شول.

طالبانو په موسیقۍ او نورو فعاليتونو بندیز لګولی او د هنرمندانو په سپکاوي تورن شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب