Homeخبرونهکابلوف: امریکا مو په افغانستان کې د هڅو همکاره نه شوه،چین او...

کابلوف: امریکا مو په افغانستان کې د هڅو همکاره نه شوه،چین او پاکستان سره بل فارمټ جوړوو

تاند:( دوشنبه،د سنبلې اته ويشتمه)‏ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په افغانستان کې دوی سره د امریکا متحده ایالاتو د نه همکارۍ په اړه نوي تورونه لګولي.

نوموړی وايي چې د ترویکا پلس ناستو‌ چې پکې روسیه، چین، امریکا او پاکستان گډون درلود دا په ډاگه کړه چې امریکا همکاره نده او د خپلو هغو گټو لپاره کار کوي چې د افغانستان، روسیې او سیمې په ضرر دي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس د ترویکا پلس پر ځای پر یوبل فارمت کار کیږي چې په هغه کې به د افغانستان په اړه واحده تگلاره ټاکل کیږي.

ترویکا پلس فارمټ په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډون رامنځته شو،چې ويل کيږي په رامنځته کیدو کې ېې ډېره هڅه او ونډه د پاکستان وه.

شنونکي باور لري،چې پاکستان له دغه کار سره غوښتل چې پر طالبانو د خپل نفوذ په ډاډ له دغو نړیوالو قوتونو سره د افغانستان په استازيتوب تعامل وکړي او په هم مهاله توګه د ټولو نسبي ګټې تامين یا په همدې ژمنو ترې امتيازات واخلي.

د دغو شنونکو په باور، پاکستان په دې لوبه کامیاب نه شو، ځکه امریکا متحده ایالاتو د پاکستان لخوا غوښتل شوی نقش له خپله اړخه قطر ته ورکړ او نورو هېوادونو هم په مستقيم ډول د طالبانو ځينو ډلو سره تعامل وکړ‌.

ویل کیږي،چې پاکستان په دې سلسله کې د خپل کمرنګه رول د پیاوړتیا لپاره د طالبانو او سيمه ييزو قدرتونو او د قطر په وسيله د امریکا د هدفونو او له هغې ډلې طالبانو سره د نړیوالو د تعامل په برخه کې ستونزې رامنځته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...