تاند:( دوشنبه،د سنبلې اته ويشتمه) د هلمند د مرکز په بُست کلا سیمه کې سیمه ییزو خلکو پر طالبانو تورلګولی،چې پرون ېې د کورونو د پلټلو پر وخت د يو شمېر مېرمنو په ګډون څو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د پېښې د رامنځته کیدو او مرګ ژوبلې په اړه ېې بېلابېلې ادعاوې شوي.
ځينو سرچينو ادعا کړې،چې ياد شوی کور د کندهار د پخواني امنيه قومندان جنرال عبدالرازق د قوميانو (اڅکزيو) اړوند و او ورته له نیږدې کیدو سره د دغې کورنۍ غړو غوښتل په موټر کې له سيمې وتښتي،خو طالبانو پرې ډزې کړي دي.
ځينو نورو سرچينو بیا ویلي،چې پېښه د کور په کور پلټنو پر وخت د کورنۍ د غړو او طالبانو د لفظي شخړې له امله شوې ده.
د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه هم ادعاوې ضد و نقیضې دي.
ځینې سرچینې وايي چې د طالبانو په ډزو ۴مېرمنې وژل شوي او ۴نورې ټپیانې دي.
خو يو شمېر نورو سرچينو ويلي،چې په پېښه کې ۲مېرمنې وژل شوي او ۴تنه نور ټپيان دي.
د طالبانو ځايي چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د خبریالانو مدافع ډلې د ورته پېښو پر وخت طالبان د پېښو د پټولو او معلوماتو په نه ورکولو تورنوي.