Homeخبرونهکابلوف: اقتصادي او اجتماعي وضعيت تر چریکي بريدونو ط-انو ته ډېر ننګونکي...

کابلوف: اقتصادي او اجتماعي وضعيت تر چریکي بريدونو ط-انو ته ډېر ننګونکي دي

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه) د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبرداری ورکړی چې د افغانستان اوسنی اجتماعي او اقتصادي وضعیت د چریکي بريدونو په نسبت طالبانو ته ډېر ننګونکي دي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي،چې د دغه وضعیت دوام افغانان د طالبانو خلاف اعتراضونو ته اړ باسي.

د روسیې ځانګړي استازي له دغه وضعیت څخه د وتو لپاره په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړیدل لومړنۍ اساسي اړتيا ګڼلې ده.

د هغه په وينا، يوازې روسېه نه بلکې پاکستان،ايران، هند او د سیمې ډېر هېوادونه په افغانستان کې د ټولو قومونو او سیاسي لوریو په ګډون د يوه حکومت د جوړیدو غوښتونکي دي.

ضمیر کابلوف د دې پوښتنې په ځواب کې،چې طالبان خو خپله اداره ټول شموله حکومت بولي، وويل: په دې برخه کې موږ قناعت نه لرو.

څو ورځې مخکې د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای سازمان په سرمشریزه غونډه کې هم له طالبانو څخه په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وشوه.

پرون د اتریش په ویانا ښار کې د افغانستان يو شمېر سياسي څېرو،چې د طالبانو خلاف د يوې جنګيدونکې سياسي ډلې مشر احمد مسعود هم پکې شامل و، په افغانستان کې د سياسي مذاکراتو له لارې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...