دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهشهباز شريف: افغانستان مه هېروئ، دا کار ښې پايلې نه لري

شهباز شريف: افغانستان مه هېروئ، دا کار ښې پايلې نه لري

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه) د پاکستان صدراعظم شهباز شريف په ازبکستان کې د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان د غونډې پر مهال له نړیوالو غوښتي،چې افغانستان دې نه هېروي،ځکه دا کار ښې پايلې نه لري.

نوموړي په دې برخه کې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې په ژر خلاصون ټینګار کړی او ویلي،چې افغانستان له اوسني بشري او اقتصادي ناورين څخه ژر باید وژغورل شي.

شهباز شريف د افغانستان د‌ اوسني وضعیت له دوام څخه د پاکستان اندیښنې هم څرګندې کړي او ويلي،چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان د سولې او ثبات له ساتلو سره تړاو لري او برعکس منفي پايلې هم ژر ورته انتقالیږي.

شهباز شريف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي،چې هېواد يې په همدې بدو اقتصادي شرايطو کې هم له افغانانو څخه په مختلفو بڼو پيسو او امکاناتو په لوټلو تورنیږي.

په وروستيو کې څو ځله پاکستان په خپلو دروازو کې د افغانستان سلګونه موټره تازه مېوه ودروله، مالیه ېې پرې لوړه کړه،چې د‌ مېوو د خرابيدو تر څنګ له ګرانیدو سره ېې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه واړول.

3 COMMENTS

  1. سمرقند کې د شانگهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې ویل کیږي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په ډاگه کړې چې د اسلامي امارت په اړه د اسلام اباد د سیاست څرنگوالی مسکو ته ډیر مهم دی.
    روسیه فکر کوی، امریکا او پاکستان د طالبانو په تضعیفولو سره داعش ډله پیاوړی کوی
    شنونکي وایي، د پاکستان لخوا امریکایي بې پیلوټه الوتکو ته لار ورکول او پر طالبانو او ظواهري عملیات د داعش د لیکو د پیاوړتیا باعث گرځي او دا کار د مسکو تشویش راپاروي.
    د امریکایي شنونکو په وینا روسیه باور لري چې د پاکستان د ISI اداره په کابل کې د روسیې پر سفارت د داعش ډلې له بریده هم خبره وه خو مسکو ته یې اطلاع نه وه ورکړې.
    کابل نیوز

  2. پنجاب او د هغوی واکمنان تل د افغانستان په هکله منافقانه سیاست لوبولی . غله ته وایی غلا کوه او د کورڅښتن ته وایی غل ونیسه چې درغی .
    دومره اقتصادي ، سیاسي او اجتماعي تاوان چې پنجابیانو خصوصا مسلم لیګیانو او نواز شریفانو افغانستان ته اړولی د نړۍ هېڅ کوم بل دښمن حتی چنګیزیانو او ګوډتیمور هم بشریت ته نه دی اړولی . په پنجابیانو هېڅکله اعتماد او باور نشي کېدای. دوی د افغان سوداګرو پروړاندې لارې بندې کړي ، مالیه او تکس ورباندې اضافه کوي او د هغوی تازه مېوو ته داسې تاوان اړوي چې نور به د خوړلو او استفادې وړ نه وي . دا څلوېښت کاله ورانکاري په مختلفو نومونو زمونږ هېواد ته را استوي او کورنۍ جګړه یې توده ساتلې ده . الله د زمونږ واکمنان سره متحد کړي او پنجاب د په خپل الهي عذاب ګرفتاره کړي.

  3. د نوازخیلو ماضی او کردار ،میا او انسانیت یی وشرماوو،په هر څه تجارت کوی ،اسلام خو تری پاتی دی ، د ګاونډی او انسانی حقوقو سره هم هغه څه کوی ،کوم چی هیرا منډه یی کی روان دی،او کفار هم پدی تخلفاتو شرمیږی او عار لری،خو میا او ملا ډیزل ،ډالر لټوی؛مثلا د جهاد تر عنوان لاندی د افغان مجاهدینو ۹۰سلنه حقوق غصبول،د نفاق تخم شیندل،اجرتی قاتلان د رجالو د وژنی لپاره استخدامول،ملی پانګی اوملی بنسټونه نړول؛د ملآ په خوله د مجاهدینو غولول او انحراف کندی ته غورځول او نورو بی شمیره نارواوو د تعمیل لپاره ،حمارګل پیدا کول؛لکه د نجونو د تعلیم مسئله چې
    د رسول الله صلی الله علیه و سلم له دورٙ تر نڼٙ په ټول اسلامی امت کی حل او شرعی مشکل نلری
    ته که د پنجابی استخباراتو؛حمارګل نه وی،عاقل او عالم انسان هیڅکله هم دا نه مطرح کوی۰
    موږ تیر ۶۰ کاله خپل عمر کی ،که چا به د ملا نصرالدین په حواله افسانی ویلی ،نو داسی مو انګیرله ؛چې په ملا او دین تمسخر کوی،اوس راشه ،حقانیه مدرسی،ملا ډیزل او پنجابی استخباراتو د حمارګلو ،بسته فارم یی ګمارلی،چې دمیاګانو د اراذلو په شان،افغان،انسانیت او اسلامیت تر سوال لاندی راولی ،او هغه مسایل مطرح کړی چې نه یواځې افغان بلکی انسانیت ورباندیی شرمیږی؛ کله مو فرهنګ غیر انسانی ښیی او کله هم پدی کار له نورو چنډی غواړی۰
    ملاباغی ګل یی ګمارلی چې پوهنتونونه تضعیف او یا یی وتړی،متخصصین ،پوهاندان او دکاتره تحقیر او علمی مراکز تخلیه او د پرمختګ اسباب او عوامل کاملا ختم او زمینه جاهلی ژوند ته مساعده او بیا دافغان په نامه او عزت ،افغانستان نه وی خو موږ پدی ایماڼ لرو چې؛
    و مکروا و مکرالله والله خیرالماکرین۰صدق الله العظیم
    الله رب العزت احکم الحاکمین او عادل ذاټ دی،چاته حق نه ورکوو چې د اسلام او افغان سره لوبه او
    معاملی وکړی؛انحرافات او استخباراتی رذایل باید بربنډ شی،قلمی او لسانی جهاد زموږ فریضه ده،
    اسلام د چا شخصی،قومی یاسمتی دین ندی ،ټول امت ورکی یو شانته حق لری ،قطعاََ نه پریږدو چی دا دین،دا امت اوبیآ خصوصا زموږ ملت څوک بدنام کړی؛زموږ ملت ،امت او حتی انسانیت لدی علم دښمنی نه نفرت لری اودا د پنجابی استخباراتو او حمار ګل مکرونه به الله عزیزُُ ذو انتقام ذات خامخا ځوابوی ،خو مومن ملت به صبړ او جهاد نه هیروی او یقین کامل ولرو چې ظلم بقا نلری
    رسول الله ص فرمایی؛من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقدخرج من الاسلام۰
    دا هم باید تکرار کړم چې شهباز لکه اسلاف یی د خدای لپاره موږک نه نیسی؛تر موږ دوی ته ،ډالر ډیر
    خواږه دی ،هغه د امریکایی سناتور خبره به مو د خاینو پنجابیانو د مور د بیی په ارتباط خامخادر په یاد
    وی؟
    نو که موږ خدای ج هیر نکړو ، الله رب العزت موږ نه هیروی؛فاذکروا نی اذکرکم۰۰۰۰۰
    نو الله دِ ظالمان په خپل غم اخته کړی چې مظلومان تری هیر شی
    ربنالا تجعلنا فتنه للقوم الظالمین و نجنا برحمتک من القوم الکافرین۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب