Homeخبرونهد کابل د څلورمو مکرویانو لیلامي فروشۍ اور اخيستی

د کابل د څلورمو مکرویانو لیلامي فروشۍ اور اخيستی

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه) د کابل ښار د څلورمو مکرویانو په لیلامي فروشۍ کې تېره شپه اور لګېدلی،چې درانه زیانونه ېې اړولي دي.

د پېښې له ځايه خپاره شوي عکسونه څرګندوي،چې د تېرې شپې په اور کې لسګونه هټۍ سوزيدلي.

سيمې ته د اطفايې کارکوونکي او وسايل رسیدلي،خو د اور له زیانه د هټيو په ژغورلو نه دي توانيدلي.

ځينو کسانو د‌ دې کار دليل د دغه بازار بې نظمه جوړښت او ځینو نورو د اطفايې ادارې غفلت بللی.

تر اوسه د زيانونو د سطحې دقیق جزییات نه دي معلوم.

د طالبانو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....