Homeخبرونهط-ان: پنجشېر کې د جنګي اسیرانو د وژلو ویډیوګانې څېړو او عاملان...

ط-ان: پنجشېر کې د جنګي اسیرانو د وژلو ویډیوګانې څېړو او عاملان يې مجازاتوو

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه) د طالبانو د ادارې دفاع وزارت په پنجشېر کې د جنګي اسیرانو د وژل کیدو خپرو شويو ويډيو ګانو ته په غبرګون کې ویلي،چې دا ویډیوګانې څېړي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ويلي،که دوی ته منسوبې ادعا شوې ویډیوګانې ريښتيا ثابتې شي،عاملان به يې مجازات کړي.

 په ورته وخت کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د يوی جنګي ډلې مشر،چې ادعا کوي وژل شوي جنګي اسیران د دوی اړوند وو، له ملګرو ملتونو څخه په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

يادو ويډيو ګانو په ټولنیزو رسنیو او نړيواله کچه توند غبرګونونه پارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...