سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو لومړۍ کلیزه ؛يوناما:دا پریکړه دردونکې...

د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو لومړۍ کلیزه ؛يوناما:دا پریکړه دردونکې او شرمونکې ده

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه) نن په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري له شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ټولګيو د بندولو لومړۍ کلیزه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ دفتر (يوناما) په دې مناسبت خپره کړې اعلامیه کې دا پریکړه دردونکې او شرمونکې ګڼلې ده.

د یوناما د اعلاميې له مخې، د نجونو د ښوونځيو تړل هیڅ توجیه او په نړۍ کې ساری نه لري.

يوناما ټينګار کړی،چې د افغان نجونو د ښوونځيو بند ساتل به د افغان نجونو نسل او راتلونکي ته خطرناک تمام شي.

طالبانو تېر کال په همدې ورځ په کورونو کې د هغو نجونو د پاتې کیدو پریکړه وکړه،چې له شپږم څخه په پورته ټولګيو کې ېې زده کړې کولې.

اټکل کیږي،چې له دې پریکړې سره څه باندې يو ميليون نجونې له زده کړو څخه محرومې شوې دي.

یوناما يو ځل بيا له طالبانو غوښتي،چې افغان نجونې ښوونځيو ته پريږدي او د زده کړو پر وړاندې ېې نور خنډ نه شي.

د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي نورالله منیر څه موده مخکې ادعا وکړه،چې افغانان خپله د نجونو د زده کړو مخالف دي او له پینځلس کلنۍ څخه خپلې لوړ عمره لوڼې ښوونځيو ته نه استوي.

د هغه دغو خبرو په پراخه کچه د خلکو توند غبرګونونه راوپارول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب