پنجشنبه, جون 13, 2024
Home+د کمال خان بند د چاپېریال په ښوالي کې د نباتي پوښښ ونډه

د کمال خان بند د چاپېریال په ښوالي کې د نباتي پوښښ ونډه

حبیب الرحمن رحیمي

سریزه 

څرنګه چې زموږ هېواد غرنی جوړښت لري، دا غرونه د دې لامل شوي دي چې د خپل لوړوالي له مخې په کې د ساړه او د اورښتي موسم پر وخت په  پرېمانه اندازه واورې او یخچالونه په کې زېرمه شي، کله چې هوا په تودوالي راشي نو ورو ورو وېلې کیږي، د همدې لویو غرو په لمنو او درو کې بهیږي او تر دې چې پر سیندونو بدلیږي.

نړیواله تودخه یا اقلیمي بدلون هغه طبیعي ځورونکې پېښه ده چې د زموږ د ویاړلي هېواد د غرونو هسکې څوکې هم ترې خوندي نه دي، څرنګه چې هوا په ګرمېدو ده، اورښتونه هم کم شوي دي نو دا ټول د دې لامل کیږي،د بشري ټولنې پراختیا او کړنې په ګډه  پرسیندونو سربېره د ژوندانه په هر اړخ بده اغیزه وکړي او ناورینونو د منځ ته راتلو لپاره د خطر زنګ دی په داسې حال کې چې زموږ هېواد د سطحي اوبو د  اوبیزو سرچینو د ساتلو لپاره یخچالونه او واورې دي چې د هوا د تودخې د درجې لوړوالی کړی دی ،لیدنو او کتنو له مخې  و چکالي په څلورو کالونو کې یو ځل راځي او د دې پېښې د لاښه مدېریت لپاره زموږ په هېواد کې ښه هڅه تر ډېره د سطحي اوبو مدېریت دی .

د هلمند سیند هغه سیند چې د اوبو د حجم له مخې د هېواد دویم لوی او اوږد سیند چې ۳/۹میلیاره مترمعکب اوبو ظرفیت لري،۳۸۶۰۰۰کیلومترمربع ځمکه خړوبولی شي، دا  سیند د کابل له ۸۰ کیلومترۍ د سنګلاخ څخه پیل د ۸۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د اېران د سیستان په هامون کې تویږي او په همدې سیند همدا شان د کمال خان د بند څخه دمخه حیاتي ارزښت لرونکې  پروژه د کجکي بند هم اباد کړل شوی دی .

د کمال خان بند د دې لرغوني هېواد اوه سوه کلن ارمان دی، دوی دغه هیله د پوره کېدو لپاره څورلسمې پېړۍ په پای کې افغانان پدې وتوانېدل چې نوموړی بند جوړ او په همدې سیند کې بهېدونکې اوبه مهار کړي ، نوموړی بند د نیمروز ولایت د چهاربرجک په ولسوالۍ کې خپل شتون په داسې حال کې راښیي؛ د دې بند د ارزونې کارونه د شهید سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ پر وخت ۱۹۷۴ زیږدیز کال کې  پیل شوې وې ، په لومړي ځل د چکسلواکیا هېواد سره یې د ۳۳ میلونو ډالرو په ارزښت تړون کړی و، بیا ځلې د ۹ میلونوډالرو په ارزښت یې د خپل ګاونډي هېواد  تا جکسان سره  تړون وکړ ، باولاخره د ۸۵ میلیونوډالرو  په ارزښت یې د رغونې کارونه په څو ګونو پړاونو کې بشپړ شول، د اوبو دا سرچینه د ۱۶ مترو په لوړوالي ، ۵۲ میلیونه متر معکب اوبو په ځایولو سره ۸۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او پر دې سربېره د ۹ مېګا واټه د برېښنا د توليد ظرفیت هم لري.

په پای کې د کمال خان بند رغونه یو نېک فال نیسم ،خو کافي یې نه بولم ، ځګه چې طبعي بدلون ته په کتو ،د اوبو ارزښت او زموږ اړتیا هغه څه دي چې ټولې اوبیز حوزې تر خپل څار لاندې راولو او د اوبو د مدېریت لپاره خپل هڅې څو چنده زیاتې کړو او په اخر کې باید نور هغه ملت نه وو چې وایي (( د سیند په غاړه ځم له تندې مرم)).

کلیدي کلیمې 

د هلمند سیند غاړې، د هملند اوبیزه حوزه یا افغاني سیستان زموږ د هېواد هغه برخه ده، د تودخې درجه د اوړي په موسم  کې ۴۵ سانتیګرېد ته رسیږي ، د تبخیر مقدار په کې زیات چې د اورښت څخه وروسته دری تر شپږو ورځو بیرته ځمکه وچيږي، د ځمکې تودخه د هوا د تودخې څخه ۲۰ درجې زیاته ده او زیاتره وچکالي همدلته رامنځ ته کیږي.

د هلمند د اوبیزې حوزې مدېریت له دې مخې د زیات ارزښت وړ دی ؛ چې د هېواد ۲۸ سلنه نفوس دلته ژوند کوي، ۴۱ سلنه برخه د سیندیزو حوزو تشکیلوي، ۳۱ سلنه برخه یي کرنیزه ساحه جوړوي، په هرکیلومتر مربع ځمکه کې یې ۲۲ تنه ژوند کوي او په ټوله کې په کلني ډول ۹ بلیونه مترمعکب اوبو جریان لري.

د کمال خان بند د چاپېریال  په ښوالي کې دنباتي پوښښ د ونډې موخې

  • د سیمې د اقلیمي او طبعي جوړښت سره برابر بوټو او ځنګلونو ته پراختیا ورکول .
  • د طبعي پېښو لکه بیابان کېدنې او دهغه بادنو مخه نیول کوم چې د سیستان په ځمکه کې د شګو د وړلو لامل کیږي.
  • د وحشي ژوو ، مرغانو او نورو لپاره د ژوند د هوسا چاپېریال رامنځ ته کول.

کمال خان بند د چاپېریال  په ښوالي کې د نباتي پوښښ د ونډې څرنګوالی

د لرغوني سیستان ارزښت دی چې د تاریخ په مختلفو ادوارو کې یې یادونه شوې ده ، هغه وخت چې کله اسلامي فاتحین همدې سیمې ته راغلل دایې جنت یا جنتي ځمکه وبلله ؛ چې  خلک یې له کرنیزاړخه په ځان بسیا وو ، ځمکه شنه وه ، دوی دغه برکت د هلمند دسیند و چې د دې خبرې د لا ښه ثبوت لپاره  د نړۍ لوی تمدنونه د سیندنو  په غاړو کې  منځ ته راغلي دي.

همدا ځنګلونه او بوټي دي چې ریښې یې خاورې ساتي ،د فلتر دنده سرته رسوي، په ځمکه کې لنده بل ساتي ،هوا پاکوي ، همداشان یوه متوسطه ونه کولی شي چې د ۱۶ انسانانو لپاره اکسجن برابر کړي، د دې تر څنګ بشري ټولنې ته په مستقیم او غیر مستقیم دول غذا برابروي ، پاتې شوني ، پاڼې یې پرته له دې چې طبیعت ته پردي مواد ور دننه شي ښه کمپوسټ جوړولی شي ، دسیلابونو د راتلو مخه نیسي او همدا شان د ځمکو ښوېدلو مخه نیسي ،دې ورته ځنکلونه او بڼونه د چاپېریالي او اقلیمي شرایطو په تنظیمولو کې پراخه ونډه لري او د وحشي ژوو او مرغانو لپاره پناځای دی .

د ځنګلونو رامنخ ته کېدل د سیستان په دښتو کې ډېر اړین دي ، هلته چې زیات نه اوري ، زیاتره خاورې  ریګي دي چې  بادنو په وسیله توږل شوې دي ، د ونو او بوټو ريښې تر ډېره کولی شي چې رطوبت وساتي څرنګه چې څېړنو ښودلې ده د ونو په مرسته ډک ځای نسبت د ونو په منځ کې خالي ځای ته ډېر لمدوالی لري ، هغه ځمکې چې ځنګلونو پوښلې وي هلته د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه وي ، څرنکه چې ونې  اتموسفیر ته د بخارپه شکل خپل تبخیر ليږي؛د باران د اورېدو چانس زیاتوي پس ځنګل په همدغه اندازه لمدوالی چې مصرفوي د باران د زیاتوالي لامل کیږي ، همداشان ځنګلي ساحو کې د تودخې درجه زیاته لوړه نه وي ، هغه شین کوړیز غازونه چې د هوا ککړتیا لامل کیږي جذبیږي ، همدا شان د باد د خراب اغېزو لپاره چې کومه سیمه ورسره مخ ده ښه طبعي کمربند بلل کیږي او د ژوو او مرغانو د ژوند لپاره ښه چاپېریال دی .

خو که چېرته دا ډول باغونه او ځنګلونه دلته رامنځ ته کیږي ،دسیستان څلور میاشتي بادونه ، ريګې خاورې ، پنځه څلوېشت درجه تودخه ، په ځمکو کې د مالګو لویه سلنه ، ډول ډول امراض او حشرات به هغه څه وي چې ګرګر به ورسره مخ وي ، اړونده مسولینو او څانګو ته په کار ده چې د ځمکو په رغولو او پراختیا کې دې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي تر څو داسې بوټي او ونې کېنول شي چې دا ډول طبعي پېښو پر وړاندې مقاومت وکړی شي .

پایله

د همدې سیند د پاسه د کمال خان بند به زموږ سره دا مرسته وکړي چې نباتي پوښښ زیات شي ،پراخه دښتې به په یوه رنګینه طبعي منظومه بدلې شي ،دندې به رامنځ ته شي ،اقتصادي وده به ورسره چټکه  شي ، لمدوالی به زیات شي ، تودخه به یوه اندازه راټيټه شي ،د بارانونو د ډېرښت لامل به شي ، د ځمکې لاندې اوبو تشیالونه به ډک شي ، د بیاباني کېدو مخه به ونیول شي ، خاورې د تخریب مخه به ونیول شي ، د دې تر څنګ به د ځنګلونو رغونه  او پراختیا د هوا د پاکوالي سره مرسته وکړي ، د دې بند تر پوښښ لاندې ساحه به د شګو یا د خاورې وړلو کوم چې د همدې سیمې د ۱۲۰ ورځني بادنو له مخې رامنځ ته کیږي مخه ونیول شي .

دا بند چې تر خپل ځوړ لاندې ساحو ته اوبه برابروي ، څرنګه چې ځمکه هواره ده ، د اوبو کانالونو او د ځمکو پراختیا په کې اسانه او ارزانه ده بلخوا دا وړ اقلیم کولی شي چې موږ د ساړه موسم یا د ژمي پر وخت د اړتیا وړ کرنیز توکي په اسانه او ارزانه پرته له دې چې د هېواد څخه یې د باندې را ونیسو، د هېواد د ننه کرنیز تولیدات ولرو ځګه چې د ساړه موسم پروخت زموږ د هېواد زیاتره برخې د سړښت او واورې له امله د کرنې لپاره چمتو نه وي .

وړاندیزونه

  • د وخت حکومت ته  په کار ده ؛ چې د بند غاړې یا نږدې ساحې ملي پارک او یا ساتل شوې ساحه اعلان کړي ، څرنګه چې دا بند د پوزک ، ګود زرې ،داغ نمدي ،نمک سار او صابري ته په کمه یا یوڅه فاصله پراته دي ، کولی شي چې هغه ژوي ، مرغان او ایکو سیستمونه چې د ورکې او یا د منځ تلو په حال کې دي ؛ ورغول شي .
  • د بند تر پوښښ لاندې ساحو لپاره د هغه بوټي او نیالګي و ارزول شي کوم چې په ریګي ځمکه کې خپلې ريښې په اسانۍ سره وغځولی شي ، د تودخې  ۴۵ سانتیګراد درجو په وړاندې تاند پاتې شي او د څلور میاشتنیو بادونو پر وړاندې هسک پاتې شي.
  • ځنځیري باغونه یا ځنګلونه د ورغول شي ،کومې ساحې چې د بند پاسه پرتې دي ، د لمریزې انرژۍ څخه د کار واخستل شي تر څو هغه سیمې شنې او د شنه اوښتون برسېره په سیمه کې رطوبت زیات شي کوم چې د بارانونو د ډېرښت سبب کیږي .
  • سیمیز چارواکي دې هڅه وکړي ، د هېواد چاپېریال ساتنې د قانون له مخې د ښکار په کلکه بند شي او بند د طبعیت څخه د په کلکه څارنه وشي .

ماخذونه

تنظیم منابع آب در افغانستان ، ويکی پیدیا ، دانشنامه ازاد ،

رویان ، عبدالقدیر ،۱۳۹۳ه.ش،حفاظت محیط زیست و منابع طبعی ، انتشارات نامی.

احمدي ،پوهاند میر هارون، ۱۳۹۳ه.ش ،جغرافیای فزیکي افغانستان ، انتشارات نامی.

صافي، پوهاند لطف الله ،۱۳۹۴ ه.ش، په افغانستان کې د پېښو د ګواښونو د کچې راټیټول ،د شرق د لوړو زده کړو موسسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب