جمعه, مارچ 29, 2024
Home+انساني جوهر | بشیراحمدسایل

انساني جوهر | بشیراحمدسایل

 ژوند په ټوله کې په دې مانا نه دی، چې تل خوشحالیانې وي او نه داسې دی چې په مکرر ډول دې دغمونو روان بهیر همداسې روان پاتې شي؛ خو یوه خبره حتمي ده، چې دانسان دا ټولې کیسې د هغه خپل شخصي ژوند ته راګرځي،  په دې مانا که چیرې انسان دخوشحالیو په وخت کې خپل ځان هېر نه کړي ، دخپل لرې اونیږدې دید ته په دقیق ډول ځیر شي او خپل همنوعه ته په درناوي او احترام قایل شي، نو بېشکه چې دې انسان دخوشحالیو قېمت دغمونو دبازار په یوموټي چڼو کړ.
 پکار دا ده ،چې انسان دخوښیو په وخت کې خپل مسلمان ورور، دوست اوملګري په یاد ولري ،ځکه  چې انسان داحسان تابع دی او اصيل خلک هېڅکله د چا ښه نه هيروي، حتمي ده چې دغمونو په وخت کې به یې همدوی یوازې نه پریږ دي کوم چې په خوښیوکې دې له ځان سره ساتلي ول؛ دا کار کله کیږي؟
 کله چې انسان دالله جل جلاله په ورکړې قناعت او پر تقدیر مضبوط ایمان  ولري او دا وګڼي چې کوم څه راسره دي دا نیمګړي دي او هېڅ کله پوره کیږي نه. په خیالاتو کې دې دتیرو شاهانو دب دبې راواړوي چې دزمکې پر سر يې دخدای دعوې وکړې خو الله جل جلاله نیست او نابود کړل.
 دعقل او فکر ټول تمرکز دېته کړي چې پوره کیږي هغه انسانیت دی چې له خپل هم نوعه  سره باید وشي، دهرڅه پالل یا په شوق کیږي یا هم په اړیکو؛ خو دانسانیت پالل دانسان دخپل اندرون بیله قوه ده چې دا په هر پوره انسان کې حتمي وي چې نه قومي اړیکه پېژني او نه مذهبي؛ خو جنسې انسان ته دانسان په سترګو کتل هغه سره ښېګڼه کول او سمې لارې ته یې راوستل دا دپوره انسان کار وي، کنه له پیغمبرانو نه نیولې ان تر ورستي اخري نیکو خلکو که څیړنه وکړې نو یواځې او یواځې به دا ترلاسه کړې چې دې خلکو لوړې درجې دانسانیت دفلاح او دانسانیت ژغورنې په بدل کې دا عالي ـ عالي مقامونه ترلاسه کړي.
هو!
 که دژوند په هره برخه  رڼا واچوې نو جوته به شي چې په ډیری کارونه به سړی پښېمانه وي؛ خو یوازې هغه چې دانسانیت له پاره شوی وي هغه هېڅ پښېماني نه لري، بلکې دانسان اندرون ورسره دخوښۍ اظهار کوي.
 نو ای انسانه!
 راشه په خپل همنوعه باندې شفقت وکړه ځکه دا ستا ورور دی، ستا هم جنسه دی،په ټوله کې دیوه مور او یو پلاره پیدا مخلوق یو، مه پریږده چې ستا هم نوعه دې تر تا  ذلیله ژوند وکړي راشه دانسان په نامه غږ وکړه چې بس دی نړۍ تنګه ده او زمونږ ارمانونه، نه پوره کېدونکي نو په دې تنګې او مختصرې دنیا کې چې دا لوی ــ لوی ارمانونه، نه پوره کیږي بیا اړتیا هم نشته چې انسان دې له انسانه په ویره کې وي.
 دا ویره هغه وخت ختمېدای شي چې هر انسان دالله جل جلاله په ورکړې قناعت وکړي دظلم، تیري او دخلکو له حق خوړلو په کلکه ډډه وکړي ، دا کار په ژوند کې هېڅ پښېماني نه لري او دا دمتمدن او پر مختللي انسان خاصه ده چې خپل قېمتي وجود دنورو په خدمت کې لګوي او پر دې باوري وي چې همدا متمدن ژوند دی، کوم چې دی یې دبل  په خدمت کې تېروي.
کله چې خبره د تمدن او مدنیت کیږي حتمي ده چې د سړي په ذهن کې  د یوبل منلو او زغملو  معقوله تک لاره سترګوته شي، که دا نه وي ځناور هم په ځنګله کې یوه تګلاره او اصول لري؛ خو له انسان سره یې توپیر همدا دی هغوی کله نا کله دخپلو اصولو خلاف کړنلارې باندې لاړ شي، کله چې انسان هم له دې اصولو ښپه واړوي بیا خو دځنګل ځناور پرې په څو چندو بهتر دی!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب