شنبه, اپریل 20, 2024
Home+فلسفه او انساني تمدن | احسان الله ځيرک

فلسفه او انساني تمدن | احسان الله ځيرک

دویمه برخه

مخکنی بحث مو د انساني تمدن په منځ ته راتګ کې د فلسفې پر رول و. په ننني بحث کې زموږ د موضوع فرعي پوښتنه دا ده، چې: لومړنی بشري پرمختګ له فلسفې سره تړلی ګڼل کېږي، نو بیا ولې د بشري ټولنې په بېلا بېلو تاریخي دورو کې له فلسفې سره هومره شدید مخالفت شوی؟ د دې پوښتنې لنډ ځواب د انسان “حماقت” دی. 

ځکه فلسفه انسان د عقلانیت او حکمت خوا ته رابولي، د ژوند حقایق د عقل په ترازو تلي او انسان ته د هوساینې لارې چارې ورپه ګوته کوي. هوساینه بیا د متمدن انسان ځانګړنه ده. تمدن د خپلې غوړېدا لپاره وسایلو ته اړ دی. بله خوا وسایل کم او د انسان د هوساینې حرص بې پایه دی. 

مشهور انګریزي فیلسوف توماس هابز په دې اړه په خپل “لویاتان” نومي کتاب کې وایي، چې: ” انسان د بل انسان لپاره لېوه یا داړونکی دی.” د هابز له انده: ” د انسان غوښتنې نه ختمېدونکې او وسایل کم دي. د دې لپاره، چې انسان خپلې غوښتنې تر یوه بریده پوره کړي، له نورو انسانانو سره سیالۍ ته مخه کوي.” 

په دې سیالۍ کې د بریا یو راز د نورو انسانانو ناپوه او احمق ساتل دي. د انسانانو د حماقت له وجې د حاکم او محکوم اړیکه منځ ته راځي. محکوم باید د حاکم هر راز اوامرو او نواهیو ته غاړه کېږدي. د اوامرو او نواهیو دا لړۍ بالاخره په یو ایین بدلیږي.

ایین د جاهلو انسانانو په منځ کې تر وختونو وروسته د سپېڅلي ارزښت بڼه خپلوي. بالاخره، محکوم انسان د ارزښتونو په دفاع کې ځان ورکوي او حاکم د خپل هوسا ژوند تېرولو ته فارغیږي. د دې خبرې د اثبات دلیل دا دی، چې د بشري ټولنې په تاریخ کې محکومه طبقه تل دینداره او حاکمه طبقه بې دینه وه.

د حاکم او محکوم پورتنۍ اړیکه د وخت په اوږدو کې د فرهنګ بڼه خپلوي، چې تر پېړیو او نسلونو دوام مومي. د دې دوام په نتیجه کې حاکمه طبقه تر دې بریده ځواکمنیږي، چې ځان ته د الوهیت او ربوبیت القاب ورکوي او نور انسانان خپل تعظیم ته وربولي. په دې اړه خورا زیاتې تاریخي بېلګې شته، چې د ثبوت په ډول د مصر فراعنې ته اشاره کولای شو.

د فرعونیانو تر واکمنۍ لاندې علومو انحصاري بڼه لرله او زدکړې یوازې د اربابانو یا د هغوی د اولادونو حق و. د فراعنې په دوره کې ټول منطق د ربوبیت پر محور راڅرخېده؛ له دې جوتیږي، چې اربابانو د خپل ربوبیت د دوام او استحکام لپاره محکومه طبقه تل په تیارو کې ساتله. دا ټول هغه شواهد دي، چې زموږ پورتنی ادعاء ثابتوي.

دوام لري…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب